په کندهار کي په لومړي ځل د دوو لیسو تر مینځ د تکواندو سیالۍ جوړي سوې

راپور: اسدالله 
په کندهار کي د تکواندو فدراسیون له خوا د سید جمال الدین افغان او شهید عبدالاحد خان کرزي لېسو د زده کوونکو تر مینځ د تکواندو سیالۍ جوړي سوې، چي اول مقام سید جمال الدین افغان عالي لېسې وګټی.
د سید جمال الدین افغان لېسې زده کوونکي د لمر تکواندو کلب او د شهید عبدالاحد خان کرزي لېسې زده کوونکي د سالم تکواندو کلبونو له خوا د درو میاشتو له پاره د تکواندو فدراسیون تر نظارت لاندي وروزل او وروسته ئې تر مینځ سیالۍ جوړي سوې، چي سید جمال الدین افغان لېسې (۴۴) نمرې او عبدالاحد خان کرزي لېسې (۴۱) نمرې پکښي یووړلې.
په کندهار کي د تکواندو فدراسیون مسئول (محبوب نوري) وايي، چي له داسي سیالیو څخه یې هدف د ځوانانو تشویقول دي، دی وايي، چي د دې دمخه په کندهار کي هیڅ وخت هم د لېسو زده کوونکو ته د تکواندو روزونه نه وده ورکړې، نو ځکه دوی دا کار وکړ.
د یادوني وړ ده، چي دې سیالیو ته د داغه دوو لېسو مدیران، استادان او د کابل څخه راغلي هیئت (مسعود احمد احمدي)، چي د تکواندو کارانو د ټولني رئیس هم دئ، راغلي وه. نوري

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...