د دهلې په بند کي د اوبو کچه ۱۶ مترو ته لوړه سوې ده

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د دریايي حوزې مسؤلین وايي، سږ کال داوبو اړتیا پوره ده او د کال تر پایه به کروندګرو ته اوبه ورسیږي.

بلخوا د زراعتي چارو ماهرین وايي، ددهلې بند ډیره برخه له رسوباتو ډکه سوې نو اړتیا ده چي د زیاتو اوبو د زخیره کولو لپاره نوموړی بند نور  هم لوړ سي.

د دهلې بند چي د کندهار د اتو ولسوالیو د کروندګرو هیلي ورپوري تړلي دي.

په شمالي ولایتونو کي د واورو اورښتونو ته اړتیا ده تر څو دغه بند ته په کاپي اندازه اوبه راسي.

د سږنیو اورښتونو له برکته د دهلې د بند اوبه له ۶ متره څخه اوس مهال ۱۶ مترو ته لوړي سوي دي.

د تېر کال په نسبت د اوبو کچه لوړه ده خو لا هم اورښتونو ته اړتیا ده تر څو کندهاري کروندګر د دهلې له بند څخه د کال تر پایه خپلي مځکي خړوبه کړي.

ددهلې بند کي داوبو دزیاتوالي له امله کروندګر خوشحاله دي او زیاتوي چي سږ کال به برمو وهلو ته اړ نسي.

بلخوا یو شمېر د زراعتي چارو ماهرین وايي، که کروندګرو ته پر وخت اوبه ونه رسیږي نو مجبوره کیږي تر څو د مځکي پر  سر برمې ووهي، چي د زیاتو برمو وهلو له امله د اوبو کچه تېر کال ډیره کښته سوې ده.

د افغانستان د زراعتي علومو د ملي پوهنتون استاد شریف الله شریفي وايي، د دهلې بند ډیره برخه له رسوباتو ډکه سوې نو اړتیا ده چي نوموړی بند نور هم لوړ سي.

د کندهار دریايي حوزې مسؤلین وايي، د دهلې ۶۵ سلنه له ابو ډک سوی  او د سږ کال اړتیا يې پوره کړې ده.

دوی وايي، په شمالي سیمو کي د وارو اورښتونه سوي چي په خبره یې د جوزا میاشت تر اخیره به ددهلې بند ته اوبه را رواني وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...