په کندهار ښار کي د درو ډوله پاکستانیو شیدو د ټولولو کمپاین پیل سو

راپور: سید حمید هاشمي

د کرني ریاست مسٔولین وايي، په دي کمپاین کي به په ښار کي د ټولو دوکانونو او شرکتونو څخه هغه پاکستانۍ شیدي راټولي کړي، چي بې کیفیته دي.

د عامي روغتیا مسٔولین وايي، د میلک پیلک، ایوري ډې او سویا په نومونو پاکستانۍ شیدي د صحت لپاره خطرناکه دي او خلک باید ورڅخه استفاده ونه کړي.

بلخوا یو شمیر دوکاندارن ددغه کمپاین مخالفت کوي او وايي، چي پر تجارتي لارو او ګمرک کي باید د بهرنیو وارداتو مخه ونیول سي.

د کندهار د کرني او عامي روغتیا ریاست لخوا په ښار کي د میلک پیک، ایوردې او سویا په نومونو د پاکستانیو شیدو د ټولولو کمپاین پیل سو.

په دغه کمپاین کي که څه هم د ځینو دوکانو څخه یو اندازه یادي شیدي راټولي سوي خو د دوکاندرانو د مخالفت وروسته بیرته دغه کمپاین وځنډيدی.

یو شمیر دوکاندارن وايي، حکومت باید د لویه سره د یادو شیدو او نورو بې کیفیته موادو د را واردولو مخه ونیسي او دلته خلکو ته ستونزي جوړي نه کړي.

دوی ویل خلک له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باید دوی ته نور وخت ورکول سي تر څو یادي شیدي بیرته راوریدونکو شرکتونو ته وسپاري.

بلخوا د کندهار د کرني او مالدرارۍ سرپرست حبیب الرحمن سجاد وايي، چي یادي شیدي د کرني وزارت لخوا په ټول هیواد کي بندي سوي، او پر را واریدولو يې هم بندیز لګیدلی دی.

خو هغه وویل، د خلکو په غوښتنه يې د یادو شیدو  د ټولولو کمپاین لس ورځي نورو وځنډوی او تر هغه وروسته به په جدي ډول دغه کمپاین پیل کړي.

بلخوا د کندهار عامي روغیتا ریاست د روغتیايې چاپیریال ساتني مسٔول ډاکتر عبدالرحمن وايي، چي میلک پیلک،ایوري ډې او سویا په نومونو شیدي د صحت لپاره خطر لري او خلک باید ورڅخه استفاده ونه کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د تجارتي او نورو لارو څخه ډیری وخت افغانستان ته بې کیفیته خوراکي مواد راوړل کیږي، چي عام خلګ يې د مخنیوي غوښتنه کوي، او د کورنیو تولیداتو د پرمختګ او بازارموندني غوښتونکي دي.
 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...