((د صنعتي پارک لپاره د برېښنا او نورو اسانتیاوو برابرولو په برخه کي یو شمیر لوړ پوړي کسان ستونزي جوړ وي))

راپور: محمد یار مجروح

صنعت کاران وايي، څو ځله د برېښنا د رغولو وعدې ورکړل سوي خو تر اوسه يې عملي ګام ندی پورته سوی، دوی همدا راز زیاتوي چي د کندهار له لاري پاکستان ته په زیاته اندازه زاړه مواد قاچاقیږي چي د پلاستیکو توکو د لوړي بیي سبب سوی دی.

د کندهار صنعتي پارک چي په سلګونو فابریکي پکښي سته خو د برېښنا نشتون د فابریکو د کار مخه نیولي ده.

د فابریکو مسٔوولین وايي، په څلورویشت ساعته کي یوازي ۱۰ ساعته برېښنا لري چي د دوی د کار لپاره کافي نده.

د پلاستیکي توکو د فابریکې یو مسٔول محمد نبي هیواد تلویزون ته په خپلو خبرو کي وویل، چي د بریښنا د نشتون تر څنګ له کندهار څخه په زیاته اندازه ریسایکل یا زاړه مواد پاکستان ته قاچاقیږي.

دی وايي، که دولت د قاچاقي توکو مخه ونیسي د پلاستیکي توکو په قیمت کي به د پام وړ ټیټوالی راسي.

پر همدې مهال د فابریکو کارکوونکي وايي، چي د برېښنا نشتون له امله د دوی میاشتانه تنخواګاني هم کمي دي.

کارمندان وايي، که برېښنا ورغول زیاتو کسانو ته به د کار زمینه برابره سي او د دوی میاشتانه مزدوري به هم زیاته سي.

بلخوا د صنعتي فابریکي امیر نیاز محمد فرید وايي، د صنعتي پارک لپاره د برېښنا او نورو اسانتیاوو برابرولو په برخه کي یو شمیر لوړپوړي کسان ستونزي جوړوي.

دی وايي، ډیر ژر به په لسګونو فابریکې چي تر کار لاندي دي هم په فعالیت پيل وکړي.

دی مني چي په زیاته اندازه زاړه او خام مواد بهر ته قاچاقیږي خو زیاتوی یادي ستونزي به له ولایت مقام او مرکز کابل سره شریکي کړي او ستونزو ته به حل لار پيدا کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...