رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي تر ۵۰۰ زیات د چرګانو فارمونه سته، چي د قول اردو سره سره څلورو نورو ولايتونو ته هم د چرګ غوښي ورکوي.
خو په دغه ولايت د چرګ د غوښو خرڅوونکي وايي، په تېرو دوو ورځو کي د چرګ د غوښو بیه اتلس افغانۍ لوړه سوې ده.
دوی وايي، دمخه به دوی د ژوندي چرګ يو کيلو په ۹۰ افغانۍ رانيوی، خو اوس ئې په ۱۰۸ افغانۍ رانيسي.
خرڅوونکي وايي، دوې ورځي دمخه د چرګانو يوه اتحاديه جوړه سوه، چي د هغوی پرېکړه دا وه، چي له پاکستان څخه راتلونکي چرګان بايد بند سي، چي له دې پرېکړي سره يو ځای فارم لرونکو د چرګانو په بيه کي لوړوالی راوستی.
د چرګ د غوښو خرڅوونکي غوښتنه کوي، چي دغه غوښو ته دي ښاروالي خپل نرخ وټاکي، څو دغه نرخونه کنټرول سي.
بلخوا د چرګانو د فارمونو د اتحاديې غړی عبدالرازق بیا د بیو تغير په نړواله سطحه ګڼي او وايي، هر کله چي نړيوال بازارونه ګران سي، دلته هم د چرګ غوښي ګرانېږي.
دی وايي، د پاکستان څخه راتلونکي چرګان دلته پر بيو هيڅ اغېزه نه کوي او په وینا ئې دوی خپله غواړي چي دغه چرګان بند کړل سي.
د چرګانو د اتحاديې غړی وایي، ده څو ځله هڅه کړې، چي د پاکستان څخه د راتلونکو چرګانو مخه ونيسي، خو کومي دولتي ادارې ورسره همکاري نه ده کړې.
د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رئيس حافظ الله سیدی وايي، جنوبي حوزه د چرګ د غوښي څخه ۷۵ سلنه خودکفی ده، چي يوازي ۲۵ سلنه چرګان له پاکستان څخه راوړل کېږي.
دی وايي، د کرهڼي رياست دوه ډوله ژوندي چرګان او کارټني غوښي چي پاکستان یا نورو هيوادونو څخه راوړل کېدېؤ بندي کړي دي.
سیدي وايي، دوی د پاکستان هغه چرګانو ته اجازه ورکوي، چي وزن يې یونيم کیلو وي.