د نړۍ تر ټولو کوچنی ځیرک تلیفون

د برطانیې مشهوري کمپنۍ زینکو ZANCO د USB فلش په ډول یا هم ددي څخه کوچنی مبایل ټیني ټي ون (Tiny T1) وړاندي کړی، چي اوږدوالی یې ۴۶٫۷ ملي میټره او وزن یې ۱۳ ګرامه دی.

زینکو کمپنۍ د یاد مبایل په اړه وايي، مونږ ویاړو چي د نړۍ تر ټولو کوچنۍ ګرځنده تلیفون مو وړاندي کړی، دا مبایل دومره کوچنی دی چي د انسان لپاره باور کول ستونزمن دي چې ایا دا واقعا هم کار کوي که نه.

دا مبایل د تلیفون کولو او پیغامونو لیږلو سره ۳۰۰ مبایل نمبرونه او ۵۰ پیغامونو ساتلو وړتیا لري.

ټیني ټي ون مبایل به په ۲G شبکه کار کوي، د ۲۰۰ MAH بیټرۍ لري چي په یو ځل چارج کولو د ۳ ساعته پرلپسي خبري کولو وړتیا لري، چي په عام وخت کي به د ۳ ورځو پوري د چارج ساتلو وړتیا لرلای سي.

دي مبایل کي به ۰٫۴۹ اینچ LED ډیسپلي موجود وي، په داسي حال کي چي د چارج لپاره یې د مایکرو USB پورت Port لګول سوی دی.

 

 

x

دا هم وګورئ

د نړۍ د لمریني انرژۍ تر ټولو لویه دستګا په مصر کي جوړیږي

د مصر دولت غواړي چي تر پخوا زیات له لمریني انرژۍ ګټه واخلي او د ...