اقتصاد

په تیرو ۸ میاشتو کی د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰۰ ټنه جلغوزي بهرته صادر سوي دي

 د افغانستان د سوداکرۍ او صنایعو خوني  د پراختیا رئیس میرزمان پوپل وايي، دغه جلغوزي چین، ویتنام، هند، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته استول سوي دي. ښاغلی پوپل زیاتوي، اټکل کیږي چي د روان لمریز کال ترپایه د جلغوزو صادرات څه باندي ۵۰۰۰ ټنو ته ورسیږي. نوموړی وایي چي اوس مهال په جنوبي زون کي زیات شمیر بزګران د جلغوزو ...

Read More »

د کندهار نړيوال هوايې ډګر څخه څلوېښت ميټريک ټنه وچه مېوه هندوستان هيواد ته ولېږدول سول

په ليږدول سوې ميوه کي ۳۰ ټنه کشمش او ۱۰ ټنه توري وڅکي وې چي  د کارګو پرواز په وسيله د کندهار نړيوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته ولېږل سول. د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز تر پرانيستلو وروسته دا د کارګو پنځم پرواز دی چي د کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته تر ...

Read More »

جوزجان: د اصلاح سوو تخمونو د وېش لړۍ پيل سوه

د جوزجان د کرني او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په نهو ولسواليوکي يې د غنمو د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ پيل کړې ده. د کرني او مالدارۍ رئيس وايي، چي د رواني لمرېزي مياشتي ترپايه څه باندي درې زرو بزګرو ته ۱۵۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه توزيع کوي. ښاغلي ارغنديوال وايي چي دغه اصلاح شوي تخمونه ...

Read More »

ولسمشر: خلک له مخابراتي خدمتونو څخه خوښ نه دي

ولسمشر يو ځل بيا ويلي، چي خلک له مخابراتي خدمتونو خوښ نه دي او د دغو خدمتونو پر ښه والي او چټکتيا يې ټينګار کړي. له ارګه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست او ځينو مسوولينو سره په کتنه کي هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندي ...

Read More »

کابل: بادام باغ کي د کرنيزو محصولاتو نوولسم نندارتون پرانيستل سو

د کرني او مالدارۍ وزارت وياند لطف‌الله راشد وايي، چي په دغه درې ورځني نندارتون کي د افغانستان د ۳۴ ولايتونو کرنيز محصولات او د ښځو لاسي صنايع په څه باندي ۲۴۰ غرفو کي نندارې ته وړاندي سوي دي. راشد وايي، چي په دغه نندارتون کي به افغان کرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه وسي او ورسره به د بزګرانو او ...

Read More »

په فراه کي د سوداګريزو جوازونو پروسه برېښنايي سوه

د فراه د سوداګرۍ او صنايعو خوني رئيس حشمت نورزی وايي، تر دې مخکي به افغان سوداګرو د دغه سيسټم د نه‌موجوديت له امله خپل جوازونه له کابل نه اخيستل. نورزی وايي، دغي پروسې د جواز اخيستلو چاري اسانه کړي او سوداګر کولای سي، په ډېر کم وخت کي خپل سوداګريز جوازونه ترلاسه کړي. دده په خبره، د جوازونو د ...

Read More »

تر راتلونکو څلورو مياشتو به د ټاپي نل ليکه هرات ته راورسيږي

د افغانستان د کانونو او پطروليم وزارت چارواکي وايي، چي تر راتلونکو څلورو مياشتو پوري د ټاپي نل ليکه هرات ته رارسېږي. ددغه وزارت وياند عبدالقدير مطفي وايي، چي د ټاپي نل ليکي له را رسېدو وروسته به په افغانستان کي په دې اړه تخنيکي، مځکنۍ او هوايي سروې او دغه راز له هغو سيمو چي دغه نل ليکه تېرېږي، ...

Read More »

کندهار: په لومړي ځل يوه ملي سوداګر دولت ته په زياته اندازه ماليه ورکړې ده

د کندهار يوه ملي سوداګر په لمړي ځل دولت ته په زياته اندازه ماليه ورکړې ده. د کندهار والي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل، چي که ټول شرکتونه پر وخت دولت ته ماليه ورکړي، ددولت عوايد به يې لوړ کړي وي. نوموړی وايي، د روف عزيز ساختماني شرکت مشر عبدالروف عزيز پرون ۵۲ ميليونه افغانۍ ماليه تحويل کړې ده.

Read More »

ملي تدارکاتو کمېسيون د بنسټيزو پروژو ۱۰ نوي قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کميسيون د ۴.۳ ميليارد افغانيو په ارزښت د بنسټيزو او خدمتي پروژو ۱۰ قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې ناسته کي د شاوخوا ۴.۳ ميليارد افغانيو په ارزښت د سړک، روغتيا او برېښنا ۱۰  لويې پروژې له بشپړي ارزوني وروسته منظور سوې. په يادو پروژو کي د سړکونو رغونه، د کابل سيند د پاکولو قراداد ...

Read More »

مخابراتو وزارت: د تېر کال په پرتله مو مخابراتي عوايد زيات سوي دي

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، چي د سږکال په لومړېو شپږو مياشتو کي يې له اتو ميلياردو افغانيو څخه زيات عوايد لاسته راوړي دي، چي د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه ميليارده افغانۍ زياتوالی ښيي. ددغه وزارت وياند نجيب ننګيال وايي، د سږکال تر پايه به څه باندي ۱۶ ميليارده افغانۍ لاسته راوړي، چي تېر کال ...

Read More »