اقتصاد

د هلمند ځیني کروندګر وايي، چي د طبيعي افتونو له امله يې د خټکيو او هندواڼو حاصلات خراب سوي

د لښکرګاه ښار اړوند د کارېز سيمي کروندګر وایي، چي په دې سيمه کي لسګونه جريبه د خټکيو او هندواڼو پالېزونه د طبيعي ناروغيو له امله خراب سوي دي. دوی وايي، چې سږ کال د خټکيو او هندواڼو بازار هم ښه نه دى نو ځکه دوى په چټکۍ سره په کمه بيه خپل حاصلات پلوري. د دوی په وینا چي ...

Read More »

ولسمشر غني په بادغیس کي د قلعه نو د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټه بریښنا سب سټیشن پرانیست

ولسمشر غني د بادغیس ولایت د ځایي چارواکو او مشرانو، د ترکمنستان د انرژۍ وزیر او په افغانستان کي د ترکمنستان د سفیر په حضور کي د قلعه نو د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټه برېښنا سب سټیشن پرانست. دغه سب سټیشن چي د ۱۶ میګاواټه ترانسفرمر درلودونکی دی، د ترکمنستان تر پولي د ۵۲ کیلومتره په اوږدوالي ۱۱۰ کیلوولټه انتقالي مزی لري ...

Read More »

په پلازمېنه کابل کي د باکیفیته درملو کار خونه جوړیږي

نن له غرمې مخکي د روغتیایي خدمتونو د وړاندي کولو او د درملو د تولید هوکړه لیک لاسلیک سو. له ارګه د خپرې سوې خبرپاڼي له مخي، په چهارچنار ماڼۍ کي په دې مناسبت جوړو سویو مراسمو کي چي یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم پکښي ګډون درلود، یاد هوکړه لیک د عامي روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا وايي، ډیر ژر به د ارغستان د لوړې بند د جوړیدو سروې پیل سي

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د لوړې بند یو له مهمو او حیاتي بندونو څخه دی چي له ډيره وخته يې خلک د جوړیدو غوښتنه کوي. خو اوس تازه د کندهار د ولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم بارکزی وايي، چي ددغه بند دتړلو لپاره خپله ولسمشر اشرف غني او اړوند وزراتونو ژمنه کړې چي ډیر ژر به يې دسروي چاري ...

Read More »

ټاکل سوې چي هند په راتلونکې میاشت کي د شاتوت اوبو بند د جوړولو پروژه پیل کړي

هندي ورځپاڼې سټیټسمن د هغو هندي حکومتي سرچینو په حواله لیکلي، چي د نړیوال بانک په تمویل د شاتوت بند پر پروژه کار کوي، ویلي ددې بند پر جوړولو به شاوخوا ۲۳۶ میلیونه ډالر ولګیږي او په دریو کلونو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت هم تیره اونۍ اعلان وکړ چي د ...

Read More »

بغلان: دکلپ پروژې په مرسته د زر میټریکه ټنه حیواني خوارکي توکو د مرستو لړۍ پیل سول

راپور: نورګل اندړول په بغلان کي له وچکالۍ زیانمنو سوو ۳۳۳۳ کورنیو سره دحیواني خوراکي توکو دمرستو لړۍ  دکرني او مالدارۍ وزارت دکلپ پروژې له لوري پيل سوه . دغه مرستي چي د یوې میاشتي په اوږدو کي به کوچیانو ته وویشل سي ۱۹۹۹۸ بورۍ د حیواناتو لپاره خوراکي توکي  پکښې شامل دي  چي زر میټریک ټنه کیږي . کوچیان ...

Read More »

د کندهار د مستوفیت عواید د تیر کال په پرتله لوړ سوي دي

راپور: سید حمید هاشمي د کندهار د مستوفیت چارواکي وايي، په دغه اداره کي يې تر پخوا اصلاحات راوستلي او د فساد پر ضد يې جدي کار پیل کړی. که څه هم په تیرو کلنو کي په دغه ولایت کي یو شمیر زوراکو کسانو حکومت ته خپله کلنۍ مالیه نه ورکول خو اوس دغه ستونزه تر یوه حده هواره سوې ...

Read More »

هرات: یو شمیر خلک شکایت کوي چي په دوکانونو کي بې کیفیته او تر نیټې تیر خوراکي توکي پلورل کیږي

د سړکونو پر سر په غیر معیاري توګه د خوړو پلورل، په هټیو کي د بې کیفیته او تر نیټې تیر خوراکي توکو شتون هغه موارد دي چي یو شمیر هراتي وګړي یې اندیښمن کړي. دوی وایي، ډیری وخت د یادو توکو په پیرلو او خوړلو سره ناروغه سوي او په خبره یې باید مخه یې ونیول سي. په همدي ...

Read More »

په کندهار کي د انګورو سوداګر او کروندګر وايي، د اوبو د کمښت له امله د ا انګورو حاصلات تر پخیدو مخکي اومه شکوي

راپور: محمد یار مجروح د انګورو دغه باغونه تیر کلونه د ویالو په اوبو اوبیدل، خو سږ کال چي د اوبو سطحه کښته سوې، کروندګر مجبوره سوي تر څو په مځکه کي برمې ووهي. د انګورو سوداګر سعدالله خان حبیب وايي، چي د اوبو دکمښت له  امله کروندګر انګور تر پخیدو مخکي اومه وشکوي. که څه هم سږ کال د ...

Read More »

دزابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کي پر دولس سوه کورنیو باندي د خوراکي او غیر خوراکي توکو دویش لړۍ پیل سوه

راپور: نثار احمد څپاند چارواکي وايي، چي په مرسته سويو توکو کي غنم او دیوې کورنۍ اړین توکي شامل وه. دزابل مرستیال او سرپرست والي او نور چارواکی شاه جوۍ ولسوالۍ ته دخپل سفر پرمهال په دې ولسوالۍ کي دبې وزلو او غریبو کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو دویشلو لړۍ پیل کړه. د زابل دپیښو پروړاندې دچمتووالي ریٔس ...

Read More »