اقتصاد

په لښکرګاه ښار کي تفریحي سیمي له ورانیدو سره مخ دي، لښکرګاه ښاروالۍ يې د ژغورني د پاره پارکونه په اجاره ورکوي

راپور: جواد داوري لښکرګاه ښار چي تر ډیره بریده ښکلي تفریحي سیمي لري اوسیدونکي یې تر ډیره د نا امنیو او جګړو له امله له تفریحي سیمو څخه محروم دي خو هغه پارکونه چي په داخل ښار کي جوړ دي د هغوي وضعیت ورځ تر بلي د خرابیدو په حال کي دی. د لښکرګاه اوسیدونکي چي تر ډیره د میرویس ...

Read More »

د کندهار ولایت د ټولګټو چارو مسؤلین وايي، له کندهار ښاره تر هوايي ډګره پوري په دوه طرفه بڼه جوړ سوی سړک به ډیر ژر ګټي اخستني ته وسپارل سي

راپور: محمد یار مجروح د کندهار او سپين بولدک ولسوالۍ تر منځ سړک شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چي له کندهار ښار څخه تر هوايي ډګره پوري د شاوخوا ۱۸ کیلومتره غځېدلي سړک چاري بشپړي  سوي دي. د کندهار د ټولګټو چارو رئیس انجنیر عبدالمحمد احسان وايي، یاد سړک چي په نړیوال سټنډرډ جوړیږي،چي ۹۵ سلنه چاري يې پای ته ...

Read More »

په هلمند کي مارجي او نادعلي ولسوالیو ته د غځیدلي سړک د جوړیدو چاری پیل سوې

راپور: جواد داوري د هلمند د ټولګټو چارو ریٔس اهل الله عبيدي رسنیو ته وویل د نادعلي ولسوالۍ لس کيلومتره سړک د وزارت د بوديجې له مخي د ۱۸ ميليونه افغانيو او د مارجې ولسوالۍ شاوخوا ۱۲ کيلومتره سړک، يو پول او يو پولچک د نږدې ۶ ميليونه افغانيو په لګښت ترمېمېږي. هلمند والي جنرال  ياسين خان د  یادو پروژو ...

Read More »

افغانستان به په نږدې راتلونکي کي د لومړي ځل لپاره د اذربایجان له لاري اروپا ته خپل تجارتي مالونه صادر کړي

د افغانستان د سوداګرۍ د نړیوالي خوني مشر عبد القادر بهمن د ازربایجان خبري رسنیو ته ویلي، دي چي په دې سوداګریځو اموالو کي به قالیني، زعفران، طبي بوټي  او نور مواد شامل وي. د ازربایجان ټرینډ خبري اژانس ویلي دي چي اروپا ته د افغانستان د صادراتو دا لومړنۍ محموله به د ترکمنستان ،ازربایجان ،ګورجستان او بیا د ترکيې ...

Read More »

هند په افغانستان کي د سرې میاشتي له ټولني سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده

په کابل کي د هند سفارت په یوه بیان کي ویلي، چي د هند حکومت له ۲۰۱۵ کال راهیسي افغانستان ته هر کال یو میلیون ډالر ورکوي، څو د هغو افغان ماشومانو درملنه پرې وکړي چي زړونه یې سوري دي. خبرپاڼه زیاتوي، چي د زړه په سوري اخته ماشومانو د درملني لپاره هند حکومت تېر کال هم له افغانستان سره ...

Read More »

په سمنګان ولایت کي د بادامو حاصلات ۴۱۵۰ ټنو ته رسیدلي

په یاد ولایت کي د کرني ریاست مدير نجیب الله جویا د دغه خبر تر څنګ ویلي، د کرني ریاست دغي شمېرې د باغونو له څېړني وروسته ترلاسه کړې دي. هغه زیاته کړه، تېر کال دغه حاصلات ۳۰۰۰ ټنه وو. د ریاست د معلوماتو له مخي، په سمنګان ولایت کي د بادامو ۴۸۸۰ جريبه باغونه موجود دي او ډېری باغونه ...

Read More »

په روزګان ولایت کي د وروستیو ناامنیو او د لویو لارو بندیدو له امله کلني عواید کم سوي

راپور: اجمل وصال دلته مرکز ترینکوټ کي د دولتي مسٔوولینو څخه یوه ګډه کمیټه جوړیږي ترڅو د دولتي عوایدو راټولو په برخه کي اسانتیاوي رامنځته ته کړي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چي پروخت مالیه دولت ته تحویل کړي. دلته له یوې خوا وروستۍ نا امنۍ او د لویو لارو بندښت او بل خوا بیا د زورواکو لخوا د ...

Read More »

په کندهار کي هره ورځ د چرګانو له فارمونو څخه یولک دیرش زره هګۍ بازار ته وړاندي کیږي

راپور: محمد یار مجروح د کندهار د کرني او مالدارۍ ریاست مسٔوولین وایي، اوس مهال په کندهار کي د هغه چرګانو فارمونه ۱۳ ته رسېدلي چي هګۍ یې بازار ته وړاندي کیږي. د نورو فارمونو تر څنګ اوس مهال په کندهار کي دوه معیاري او پرمختللي فارمونه هم جوړ سوي چي هره ورځ لسګونه زره هګۍ ځني تر لاسه کیږي. ...

Read More »

د کندهار د سوداګرۍ خونو مسؤلین وایي، چي سږکال به له کندهاره ۲۰زره ټنه انګور بهر ته صادر سي

چارواکي وايي، له کندهار ولایت نه د انګورو په صادراتو کي ډېروالی راغلی او تمه ده چي سږ کال به تر ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادر سي. د کندهار د سوداګرۍ خونو مسؤلین وایي، د انګورو د حاصلاتو او صادراتو د ډېروالي خبره داسي مهال کېږي چې دغه ولایت وچکالۍ ځپلی او خلک د اوبو له سخت کمښت ...

Read More »

په ننګرهار كي د افغانيو د چلښت په اړه سوې پریكړه سر له نن عملي كېږي او په يوه مياشت كې به په بشپړ ډول تطبيق سي

د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د والي حيات الله حيات په مشرۍ د افغانستان بانک د مسوولينو، جلال اباد ښاروالۍ او اصنافو ترمنځ د پاکستاني کلدارو د مخنيوي او د افغانيو د چلښت دودولو په هدف تېره ورځ په مشورتي ناسته کي پرېکړه وسوه، چي د تطبيق چاري به يې له نن ورځې پيل او د يوې مياشتې ...

Read More »