د ایران سپاه پاسداران ګارد پرون د جولای پر نولسمه وویل، چي د برتانیې یوه ټانکر لېږدوونکي بېړۍ یې د هرمز په تنګي کي نیولې ده. سپاه ادعا کړې چي د برتانیې بېړۍ پر (نړیوالو سمندري قوانینو د تېري له امله) نیول سوې ده. د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو له دفتره په بیان کي ویل سوي، چي پرون ماپښین ...
Read More »د کانونو او پټرولیم وزارت شپږ ستري اقتصادي پروژې دواطلبۍ ته وړاندي کوي
د دې وزارت ویاند وایي، چي په دې کي د هرات، کندهار او بغلان د سمېنټو او دغه شان د غزني د طلا زر کشان، د ننګرهار د اچین تالک او د بدخشان د لاجوردو د کانونو پروژې شاملي دي. دی وايي، د دې پروژو د دواطلبۍ د اسنادو د راټولېدو چاري پیل سوي او دوی هیله مند دي چي ...
Read More »بلوچستان په کوټه کي د ډبرو سکرو په یوه کان کي څلور افغان کاریګر وژل سوي دي
د بلوچستان په کوټه کي د ډبرو سکرو په یوه کان کي د ګازو خپرېدو له امله څلور افغان کاریګر وژل سوي او یو بل ژوندی ژغورل سوی دئ. راپورونه وایي، چي یاد افغان کان کیندونکي تر ۴۰ ساعتونو بند پاتي کېدو وروسته د سیمي د خلګو په مرسته را ایستل سوي دي. د چارواکو په وینا د ډبرو سکرو ...
Read More »ولادیمیر پوتین او طیب اردوغان د ایس ۴۰۰ سیسټم پر رانیولو خبري وکړې
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ترکیې ته د روسیې د هوایي مدافعي «ایس-۴۰۰» توغنديو د سیسټم د ورکولو پر مسئلې خبري کړي دي. کرملېن ویلي، دغه معامله د عملي کېدو په حال کي ده او دواړو مشرانو وړمه ورځ خبري پر وکړې. د کرملېن ویاند ډيمیتري پسکوف ویلي، اوس دغه معامله د عملي ...
Read More »امریکا: د یورانیمو د بډایني په اړه د ایران پرېکړه د دغه هیواد د ورانکارو فعالیتونو یوه برخه ده
د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال مایک پينس ویلي، چي د یورانیمو د بډایني په اړه د ایران پرېکړه د دغه هيواد د ورانکارو فعالیتونو یوه برخه ده. پينس په واشنګټن کي د اسرائیل له پاره د مسیحیانو د یووالي کنفرانس ته وویل چي متحده ایالتونه به هيڅکله ایران ته اجازه ور نه کړي، چي اټومي وسلو ته ...
Read More »د امریکا په فلوریډا ایالت کي د ګاز پایپ چاودني تر شل زیات کسان ټپیان کړي دي
د امریکا د فلوریډا ایالت په جنوب کي د پیزي په یوه رسټورانټ کي د ګاز پایپ یوې چاودني له شلو زیات کسان ټپیان کړي دي. دا چاودنه د فورت لاوډیر ډېل سیمي د جنوب په هغه واټ کي سوې، چي ډېره ګڼه ګوڼه پکښي وي او په نتیجه کي رسټورانټ ویجاړ سوی او څېرمه دوکانونه او موټر زیانمن سوي. ...
Read More »پوتین اروپايي ټولنه پر روسيې د بندیزونو په برخه کي د پالیسۍ نرمولو ته هڅوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هیله مند دی چي د ایټالیا د حکومت مشرتابه، اروپايي ټولنه پر روسیې د بندیزونو په برخه کي د خپلې پالېسۍ نرمولو ته وهڅوي. پوتین ویلي، روسیه هیله لري چي ایټالیا به پرله پسې او په واضح ډول له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو په اړه خپل دریځ روښانه کړي. پوتین د ...
Read More »د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړی چي له ګواښونو سره دي پام کوي
وروسته له هغه چي ایران وویل، ژر به له هغه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي چي اجازه ورکول سوې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چي دا ډول ګواښونه بیرته ایران ته صدمه رسولای سي. ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ایران ته په خطاب پر خپل تویټر ولیکل چي له تهدیدونو سره پام کوئ. د ټرمپ په ...
Read More »په کشمیر کي پنځه پاکستاني پوځیان وژل سوي دي
د پاکستان تر ولکي لاندي کشمیر کي پر پاکستانیو پوځیانو بمي چاودنه سوې او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګي «ISPR» په یوې خپرې کړي خبرپاڼه کي ویلي، چي دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د ازاد کشمیر په برناله سیمه کي کنټرول لاین ته نژدې سوي، چي په نتیجه کي یې لږ تر لږه ...
Read More »انټونیو ګوترش وايي اقلیمي بدلونونه هره اوونۍ مځکه زیانمنوي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش وايي، اقلیمي بدلونونه هره اوونۍ مځکه زیانمنوي. هغه خبرداری ورکړ چي په کار ده د یوه ناورین د مخنیوي له پاره تدابیر ونیول سي. ښاغلي ګوترش پرون په ابوظبۍ کي د اقلیم په اړه په یوه غونډه کي وویل، اقلیمي بدلون همدا اوس راغلی او ډېر په چټکۍ روان دئ، دومره چي آن ...
Read More »