سيمه او نړۍ

روسيه: چمتو دي چي د طالبانو او امريکا ترمنځ د کېدونکي ممکنه تړون ضمانت وکړي

روسيه وايي، چمتو دي چي د طالبانو او امريکا ترمنځ د کېدونکي ممکنه تړون ضمانت وکړي. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبري په قطر کي رواني دي او دواړو خواوو ويلي چي تړون ته نږدې سوي دي. د روسيې د دولتي اژانس  (اټارټاس) د راپور له مخي، د دغه هيواد ...

Read More »

پاکستان اوس هم پر کونړ توغندۍ ور غورځوي

د کونړ چارواکي وایي د دي ولایت پر سرحدي سیمو د ډیورنډ کرښي له هغه غاړي څخه د پاکستاني ځواکونو له خوا د توغندیو ویشتل په وقفه‌ یي ډول دوام لري. د کونړ د والي ویاند وايي، چي لږ تر لږه ۲۶ توغندي د یکشنبي په ورځ د پاکستاني ځواکونو له لوري د دي ولایت پر شلتن ولسوالۍ غورځول سوي ...

Read More »

ولسمشر غني: پاکستان اوس هم د طالبانو ملاتړ کوي

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني ویلي، پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی او د سولي په پروسه کي یې جدي همکاري نه ده کړې. د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کي راغلي چي که طالبان د پاکستان ملاتړ ونه لري، دوام نه سي کولی. ښاغلي غني په ارګ کي د افغانستان او پاکستان له پاره د چین ...

Read More »

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له خپلو لوړپوړو چارواکو سره د سولي پروګرام په اړه خبري وکړې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو، سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره له طالبانو سره د امریکا د سولي پروګرام په اړه خبري وکړې. دغه ناسته چي د جمعې په ورځ وسوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخي د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي ...

Read More »

د معلولینو ملي لوبډله انګلستان ته رسېدلې ده

د افغانستان د معلولینو ملي لوبډله انګلستان ته رسېدلې او تمرینات ئې پیل کړل. د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله چي انګلستان ته رسېدلې، پرون یې د برمينګهم په ښار کي خپل تمرینات پیل کړي دي. د معلولینو و ملي لوبډله کي محمد نبي (لوبډلمشر)، محمد الله احمدزی، محمد اشرف، عبیدالله، قدرت الله، عبدالله، عبدالله لېوال، شیرین اغا، نثار ...

Read More »

افغان اتل نصرت حقپرست د خپل برازیلي سیال څخه لوبه وګټل

نصرت حقپرست د (UFC) یا فري فایټ افغانی اتل دئ، چي د نړۍ په بېلابیلو هیوادونو کي د بېلابیلو کسانو سره په خپل بخش کي لوبیږي. دی دا وار د خپل برازیلي سیال سره ولوبېدی، چي هغه ئې د دوهم راونډ په (۳۶مه) ثانیه کي ناک اوټ کړ، چي دې بریا ئې زیاتو افغانانو ته په خارج او داخل کي ...

Read More »

څېړنه: ټاپي پروژه پر ملي امنيت کوم تأثیرات لري؟

د ټاپي پروژې پلي کېدل به د هیوادونو تر منځ د تعرض پر ځای متقابله همکاري را منځته کړي د کابل پوهنتون د پالېسیو د څېړني د ملي مرکز یوه څېړنه ښيي، چي د ټاپي پروژې پلي کېدل به د سیمي د هیوادونو تر منځ د کړکېچنو پر ځای متقابله همکاري او اقتصادي پياوړتیا را منځته کړي. د کابل پوهنتون ...

Read More »

تاجکستان اتیا افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اتیا افغانان چي تاجکستان کي بنديان وه، افغان لوري ته سپارل سوي او دا کسان به د پاته محکومیت دوره خپل هيواد کي تېروي. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بندیانو سپارلو تړون له مخي دا زندانیان افغان حکومت ته سپارل سوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ...

Read More »

په کوټه ښار کي یوې چاودني دوه کسه وژلي او ۱۶ يې ټپیان کړي دي

د بلوچستان په کوټه ښار کي یوې بمي چاودني لږ تر لږه دوه کسان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي. په کوټه کي د پولیسو د ادارې مرستیال وايي، بم د یو دکان مخي ته په درول سوي موټرسایکل کي ځای پر ځای سوی وو او تر اوسه هېڅ ډلي د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه ‌دی ...

Read More »

په خېبر پښتونخوا کي په یوه ځانمرګي برید کي دوه پولیس وژل سوي دي

د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کي پر پولیسو وسله ‌وال او ځانمرګي برید پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ‌ژوبله اړولې ده. د ډېره اسماعیل خان ځايي امنیتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله ‌والو نن سهار د ډېره اسماعیل خان په کوټله سیدان سیمه کي پر پولیسو ډزي کړي چي په نتیجه کي یې ۲ پولیس ووژل سول. ...

Read More »