افغانستان

په کندهار کي امبولانسونه نه سته

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار ښاريان شکايت کي چي د عامي روغتيا د امبولانسونو خدمات نه لري، چي له امله یې خلګ اړسوي دي، چي ډېر شديد ناروغان په ټکسي موټرانو، رخشو او يا هم زرنجانو کي تر روغتونه یوسي. دوی وايي، په نورو ولايتونو کي د ښار په ډېرو سيمو کي عامه امبولانسونه ولاړ وي او د ښار د ...

Read More »

په میرویس روغتون کي د تالاسميا ناروغۍ ۶۵۰ کوچنيان راجسټر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د ميرويس روغتون د کوچنيانو د واټ مسئول ډاکټر محمدصديق وايي، د تيرو څو کلنو څخه په دغه ولايت کي ۶۵۰ کوچنيان د تالاسميا ناروغۍ څخه راجستر سوي دي. هغه وايي، د دغه ناروغۍ ډېر لوی لامل ارثي دئ، چي د مور او يا هم پلار څخه اولاد ته انتقالېږي، خو دغه حالات په ...

Read More »

که د سولي دغه فرصت د لاسه ووتی ښايي کلونه بیا له دغه بدبختيو سره مخ اوسو

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د جګړې ښکېل اړخونه سولي ته ژمن نه دي او غواړي په لوی لاس جګړه اوږده سي. دوی اندېښنه لري، که د سولي دغه فرضت د لاسه ووتی ښايي کلونه بیا افغانان له دغه بدبختيو او جګړو سره ژوند وکړي. ښاريان وايي، دغه فرصت په ډېره سختۍ لاسته راغلی، خلګ نه غواړي، ...

Read More »

افغانان د بل د ګټو له پاره قرباني نه سي ورکولای

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي قومي مشرانو، ځوانانو او ديني عالمانو په يوه غونډه کي و ويل، چي خلګ سوله غواړي، نو بايد هيڅ يوه ډله هم د جګړې د اوږدولو له پاره بهانې ونه لټوي. دوی وايي، افغانان بايد د بل د ګټو قرباني نه سي، او اوس وخت رسېدلی، چي دواړي خواوي سوله وکړي. د دوی په ...

Read More »

دولت باید پر اتحادیې زور راولي چي تېل ارزانه کړي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار اوسېدونکي وايي، له تېري يوې اوونۍ څخه د سون توکي پيټرول او ډېزل يوازي يوه او دوې افغانۍ ارزانه سوي دي، چي دا د دوی له پاره ګټه نه کوي. دوی وايي، په ورځ کي دوی په ټکسي موټرانو له پنځه څخه تر پځلس لېټرو تېل مصرفوي، چي ټوله تر پنځلس افغانۍ کېږي، چي دا ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي: دیني عالمان دي د منبر له لاري د جګړې ښکېلي خواوي سولي ته را وبولي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار اوسېدونکو په بېلابېل ډول د سولي ږغ پورته کړی دئ، اوس دوی پر ملاامامانو او ديني عالمانو ږغ کوي، چي د سولي ږغ پورته کړي، څو ښکېلي خواوي د منبر د لاري سولي ته وهڅول سي. دوی وايي، د ديني عالمانو نصيحت ډېر اغېز لري، خلګ احترام ورته لري، نو بايد دوی ښکېلي خواوي د ...

Read More »

د کندهار د سر شمېرني رياست مسئولين: خلګ دي د الکټرونيکي تذکرو په فورمو کي فعاله د ټليفون نمبرونه وليکي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د ثبت نفوس او احوالو رياست مسئولين وايي، د کندهار ډېر اوسېدونکي د الکترونيکي تذکرو په فورمو کي داسي ټليفون شمېرې ليکي، چي هغه غير فعاله وي. د دغه رياست رئيس سميع الله مقصودي وایي، ډېر وخت کله چي دوی د کندهار اوسېدونکو ته د بايميټريک او يا هم د تذکرو د تر لاسه کولو ...

Read More »

په کندهار کي د چرګانو فارم لرونکي شکايت کوي، چي د ايران، ترکيې او پاکستان غوښو د دوی بازار ور خراب کړی دئ

رپوټ: مهتمم صالح په دې وروستيو په کندهار کي د  چرګانو ډېر  فارمونه جوړ سوي دي، چي د کندهار تر څنګ د هيواد ځینو نورو ولايتونو ته هم دغه چرګان استول کيږي. خو اوس د دغه فارمونو مسئولين وايي، چي ښار ته د بهرنيو هيوادونو څخه هغه چرګان راوړل کېږي، چي غوښي يې د خوراک له پاره مناسبي نه دي، ...

Read More »

په کندهار کي د تېلو اتحاديې پر خپل سر د تېلو نرخونه لوړ کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح څو ورځي مخکي پر ټولنیزو رسنيو هم دغه موضوع خپره سوه، اوس د کندهار د ولايتي شورا مسئولين هم وايي، چي په کندهار ښار کي د تېلو اتحاديې پر خپل سره د تېلو نرخونه لوړ کړي دي. د ولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکرېزوال وایی، په ټوله نړۍ کي د سون توکو په خاص ډول پیټرولو او ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا: لا تر اوسه هم په ښار کي بې کيفيته درمل خرڅېږي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي، چي اوس هم په ښار کي بې کيفيته درمل پلورل کيږي او را واردېږي، خو د روغتيا مسئولين يې په مخنيوي کي پاته راغلي دي. هغه وايي، چي ښار ته غير قانوني درمل هم راوړل کېږي خو هيڅوک يې مخنيوی نه کوي، نو ځکه يې تر ...

Read More »