هرات: یو شمیر خلک شکایت کوي چي په دوکانونو کي بې کیفیته او تر نیټې تیر خوراکي توکي پلورل کیږي

د سړکونو پر سر په غیر معیاري توګه د خوړو پلورل، په هټیو کي د بې کیفیته او تر نیټې تیر خوراکي توکو شتون هغه موارد دي چي یو شمیر هراتي وګړي یې اندیښمن کړي.

دوی وایي، ډیری وخت د یادو توکو په پیرلو او خوړلو سره ناروغه سوي او په خبره یې باید مخه یې ونیول سي.

په همدي حال کي د ولایتي شوار غړي هم په ښار کي د بې کیفیته او تر نیټي تیر خوراکي توکو د شتون څخه اندیښمن دي او وایي، دا ستونزه یې په واري واري له چارواکو سره شریکه کړې ده خو په خبره یې د مخ نیوي لپاره یې تر اوسه اقدام نه دی سوی.

د چارو شنونکي هم د بې کیفیته خوراکي توکو شتون په بازار کي د خلکو د روغتیا لپاره خطرناک یادوي او د حکومت غواړي چي د بازار د څارني لپاره یو با صلاحیته کمیټه جوړه کړي.

د بلي خوا د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، په ښار کي یې د بې کیفیته او تر نیټی تیر خوراکي توکو د پلورلو د مخ نیوي لپاره د مستهلکینو د ملاتړ په نامه یو کمیټه جوړه کړې چي په خبره یې ډیر ژر به خپل چاری پیل کړی.

په هرات ښار کي د بې کیفیته او تر نیټې تیر خوراکي توکو د مخ نیوي لپاره د کمیټې جوړیدو خبري په داسي حال کي کیږي چي چارواکو د دې ترمخه هم د یادي ستونزی لمنځه وړلو لپاره ژمني کړي وې خو نه دي عملی سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...