دزابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کي پر دولس سوه کورنیو باندي د خوراکي او غیر خوراکي توکو دویش لړۍ پیل سوه

راپور: نثار احمد څپاند

چارواکي وايي، چي په مرسته سويو توکو کي غنم او دیوې کورنۍ اړین توکي شامل وه.

دزابل مرستیال او سرپرست والي او نور چارواکی شاه جوۍ ولسوالۍ ته دخپل سفر پرمهال په دې ولسوالۍ کي دبې وزلو او غریبو کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو دویشلو لړۍ پیل کړه.

د زابل دپیښو پروړاندې دچمتووالي ریٔس سمیع الله شهامت د دې مرستي د ویشلو پرمهال خبریالانو ته وویل، هري کورنۍ ته چي وړاندې د یوه سروې وروسته ثبت سوي وه سل کیلوګرامه غنم اودیوې کورنۍ اړین توکي ورکول کیږي.

نوموړی زیاتوي، چي د شاه جوۍ ولسوالۍ را وروسته به دمرستو لړۍ نورو ولسوالیو ته به هم وغځوي.

دزابلي چارواکو لخوا دمرستو لړۍ په داسي حال کي په شاه جوۍ ولسوالۍ کي پیلیږي چې د دې ولایت دولسوالیو ډیری اوسیدونکو دګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي چي د ژوندانه لومړني امکانات لا هم په واک کي نه لري، خو خپله محلي چارواکي وايي، چې غواړي ددې ولایت ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي او دخلکو دستونزو دحل ترڅنګ له هغوي سره لازمي مرستي وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...