د کندهار باغ لرونکي وایي، د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال د انګور حاصلات زیات سوي دي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار کي د انګورو باغ لرونکي وايي، د نورو کلونو په نسبت سږ کال د انګورو حاصلات زیات سوي.

باغ لرونکي وايي، تمه لري چي سږ کال به يې انګور ښه بیه ولري او دوی به ورڅخه به زیاته اندازه پيسې تر لاسه کړي.

که څه هم د کندهار د سوداګرۍ خوني مسٔوولین وايي، به یو شمیر سیمو کي انګور داوبو د کمبود له امله مرضونه وهلي خو  د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د انګورو باغ لرونکي وايي، چي د نورو ولسوالیو تر څنګ په دغه ولسوالۍ کي هم انګورو ښه حاصلات ورکړي دي.

دوی تمه لري چي انګور به يې سږ کال ښه بازار ولري.

پر همدې مهال د  کندهار د سوداګرۍ خوني مسٔوولین وايي، که څه هم سږ کال د انګورو حاصلات زیات سوي خو زیاتوي، چي په د ژړی او سپېره غوږي په نوم مرضونو انګور خراب کړي دي.

د تازه مېوې یو تن سوداګر حاجي نانی وايي، د اوبو د کمبود له امله په ډیری سیمو کي انګور مرضونو خراب کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني په وینا  تېر کال له کندهار څخه شاوخوا۱۰  زره ټنه انګور صادر سوي وو چي ډېر يې پاکستان، کمه اندازه هندوستان او يوه اندازه نورو بهرنیو هیوادونو ته لېږدول سوي وو.

ایته، لال، سره سابي، سور کشمش، سپين کشمیش، کلمک، شونډوخاني، توران، حسیني او  پخري د کندهاري انګورو مشهور ډولونه دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...