راپور: اجمل وصال
د روزګان والي وایي، ددغه ولایت ځایي طالب مشرانو زړه ښه کړی چي د سولي له پروسې سره یوځای سي او دولت د هغوی لپاره بیا رغنیزي پروژې پلي کړي.
محمد شفیق اسدالله سعید دغه څرګندوني په هغه نظامي غونډه کي وکړې چي د سویل لپاره د امریکا د غوڅ ملاتړ د قومندان جنرال جون لوتروپ ماموریت د پاي ته رسیدو او د نوي قومندان په توګه د جنرال Jeff Smiley معرفت لپاره جوړه سوې وه.
د سویل لپاره د امریکا د غوڅ ملاتړ د قومندان جنرال جون لوتروپ دنده پای ته ورسیده او د هغه ځای ناستی جنرال Jeff Smiley نن په مرکز ترینکوټ کي ددغه ولایت ځایي مسٔوولینو ته وپيژندل سو.
ددې ولایت د ملکي او نظامي چارواکو او خلکو غوښتني دادې چي د جنوب غرب حوزې لپاره د بهرنیو ځواکونو نوی ټاکل سوی قومندان دي په نظامي برخه کي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د روزګان واليٍ وایي دلته سولي د راتګ لپاره هیلي زیاتي سوي او د طالب مشرانو لخوا ورته داسي غوښتني هم راغلي چي د هغوی په سیمو کي دي یوشمیر بیارغنیزي پروژې پلي او خلکو ته دي د کارکولو زمینه برابره سي.
نوموړی وایي، هغه طالب مشران چي دلته د سولي له پروسې سره یوځای او له جګړې لاس واخلي د هغوی د اوسیدو لپاره به ښارګوټی او کورونه دولت جوړ کړي.
په دغه غونډه کي د ولایتي شورا مسٔوولینو او قومي مشرانو بیا له غوڅ ملاتړ له مسٔوولینو وغوښتل چي له روزګانیانو سره په بیلابیلو برخو کي مرستي ترسره کړې.
باور دادی که چیري امریکا او متحدین یې په رښتنولۍ د تروریزم پر وړاندي مبارزه وکړي نو روانه جګړه به د افغانانو په بریا پای ته ورسیږي.
په سویل کي د غوڅ ملاتړ پخواني قومندان جنرال جون لوتروپ وویل، په هیواد کي لنډ مهاله اوربند د سولي د راتګ لپاره د افغانانو هیلي زیاتي کړي او د سویل په کچه دوی د یاد اوربند ملاتړي وه.
دغه پوځي جنرال وایي، د هغوی ماموریت د سویل په کچه د امنیت ټینګښت دی او طالبان که چیرې غواړي په رسمیت وپیژندل سي او د خلکو په زړونو کي ځای پیدا کړي نو د سولي له پروسې سره دي یوځای سي.
طالبانو د راوني جګړې د دریدو او سولي پروسې سره د یوځای کیدو لپاره لومړی شرط له هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل په ګوته کړي.