د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وايي، چي د تېرکال په پرتله د هندواڼو د کښت د زیاتېدو یو دلیل دا دی چي ډېرو بزګرو د کوکنارو له کرلو لاس اخیستی دی.
سږکال به په ننګرهار کي د هندواڼو حاصل سل زره ټنو ته ورسېږي.
د ننګرهار په بټي کوټ، لعل پورې، مومند درې، ګوشتې او کامې ولسوالیو کي سږکال د هندواڼو فصل ښه دی.
عطالله خوګیاڼي وویل چي د ننګرهار هندواڼې به سږکال د جلال اباد تر څنګ، د نورو ښارونو بازارونو ته هم د خرڅلاو لپاره واستول سي.