راپور: نورګل اندړوال
بغلان کي خصوصي روغتونونه د اختر درارسیدو په مناسبت د ناروغانو وړیا عملیات او درملنه ترسره کوي.
دبغلان دعامې روغتیاریاست وايي، چي هرروغتون دمهال ویش له مخي یوه ورځ وړیا خدمات ناروغانو ته ورکوي او درمل به هم دوا پلورونکي په هغه بیه په ناروغانو پلوري په کومه بیه یې چي آخیستي وي.
روغتیا پالان او دروغتونو مسٔولین وايي، چي موخه یې له دې کارڅخه دبې وسه خلکو لاس نیوی او ددې فرهنګ عام کول دي .
غوښتني دخصوصي روغتونوله مسٔولینو دلته دادي چي په ټول هیواد کي دي هر روغتون یوه ورځ وړیا دناروغانو درملنه وکړي.
والي عبدالحی نعمتي دروغتیاپالانو دا کار ددوی بدني ذکات بولي او دې ولایت کي دخصوصي روغتونونو له مسٔولینو څخه غواړي چې دغه لړۍ دې جاري وساتي.
عام خلک او ناروغان دخصوصي سکتور له دې کار څخه په خوښۍ سره وايي، چې نورو برخو کي هم خصوصي بنسټونه باید خلکوته په میاشت کي یوه ورځ وړیا خدمات وړاندي کړي چي له یوه لوري دغه فرهنګ عام سي او له بل لوري دبې وسه خلکو لاس نیوی وسي.