په کندهار کي د مهمند روغتون مسٔولین وايي، چي د تېرو کلونو په څېر يې سږکال هم د روژې په مبارکه میاشت کي د ميلیونونو افغانيو په ارزښت وړیا خدمات وړاندي کړي.
دغه خدمات هغه ناروغانو ته وړاندي سوي، چي د ناچارۍ له امله يې د سختو ناروغیو د عملیاتو توان نه درلودی.
په کندهار کي د مهمند روغتون ادارې رئیس عصمت الله سیدي وايي، چي د روژې په میاشت کي په دغه روغتون کي عملیات او ځیني نور خدمات د دې روغتون د مشر حاجي محمد صدیق مهمند په غوښتنه وړیا تر سره سوي دي.
د ده په خبره، د روژې په شاوخوا ۲۵ ورځو کي زرګونه کسان د دې خدمتونو څخه برخمن سوي.
هغه زیاته کړه، چي په دې لړۍ کي يې ۴۱۵ جراحي، ارتوپيدي او د سترګو عملیاتونه، ۱۳۴ ولادتونه، د ۱۵۱ ناروغانو د پښتورګو پرېولل، ۱۰۷ فیوزیوتراپي خدمات او همداشان ۶۶۷ بېړنیو ناروغانو ته دغه خدمات وړاندي سوي.
هغه ناروغان، چي په روژه کي د مهمند روغتون له وړیا خدمتونو يې ګټه اخیستې، زیاتره يې ناچار او بېوزله خلک دي.
دوی وايي، چي د عادي ناروغیو د تداوي توان يې نه درلود، خو د روژې په میاشت کي د لویو ناروغیو د تداوي مفت امکانات ورته برابر سوي وه.
په کندهار کي داسي مهال یو خصوصي روغتون خپل خدمات وړیا کوي، چي دلته خلک د تداوۍ لپاره د مالي امکاناتو د نه درلودلو له امله سختي او لويي ناروغۍ زغمي.