دا چي وسله والو طالبانو د اختر په ورځو کي اوربند اعلان کړی د جلال اباد ښاریان د طالبانو له دې پریکړي څخه خوشحاله دي

راپور: میلاد حمیدي

خو بل خوا ته بیا د سولي پروسې سره یو ځای سوی طالب قاري فریدون وایي، چي د طالبانو تر منځ اختلافات دي اوربند کي بې اعتمادي را منځ ته کړې.

دی وایی چي ځیني طالبان نه غواړې دا اوربند وسي.

تاج ولي د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د پوله ساتو ځواکونو په لیکو کي دنده لري، دی د ۲ ښځو او ۴ اولادنو خاوند دی.

تاج وایي، چي ۸ میاشتې کیږي کور ته نه دی ورغلی او دا ځل له اوربند څخه په استفادې غواړي اختر له خپل کورنۍ سره تیره کړي.

د طالبانو لخوا په خپره سوې اعلامیه کې ویل سوي چي اوربند د یواځې افغان ځواکونو پر وړاندې دی او د نورو وسلوالو ډلو او بهرنیانو پر وړاندي به د دوي بریدونه دوام ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...