د افغانستان د سوداګرو ښځو فدراسیون وايي، چي افغان مېرمنو په سوداګریزو چارو کي پرمختګ کړی

د دغه فدراسیون رئیسې ګل جان زمرۍ رسنیو ته ویلي، چي دغه ښځينه سوداګرې د هېواد په مرکز او ولایتونو کي د لاسي صنایعو، خامک دوزۍ، مکرومه بافۍ او قلاب بافۍ په برخه کي فعالیت کوي.

د اغلي زمرۍ په خبره، ټاکل سوې افغان سوداګري ښځي د سیمي د يو شمېر هېوادونو لکه هندوستان، ازبکستان، تاجکستان او د ایټالیا په سوداګریزو نندارتونونو کي ګډون وکړي.

د نوموړي په خبره، دوی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په ګډي همکارۍ هڅه کوي څو د سوداګرو ښځو تولیداتو ته په کور دننه او له هېواده بهر بازار پیدا کړي.

د افغانستان د سوداګرو ښځو فدراسیون اوس‌مهال په ټول افغانستان کي له ۴۵۰ نه ډېر غړي لري.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...