د افغانستان د کرني وزارت وايي، په روان کي کال په فراه ولایت کي د هندواڼو حاصلات ۴۰ سلنه زیات سوي دي

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، چي په روان کال کي په فراه ولایت کي په ۱۹ زره هکتاره ځمکه کي هندواڼې کرل سوي چي له هر هکتاره یې ۳۷ ټنه هندواڼې حاصل تر لاسه کېږي.

د نوموړي په خبره، په روان کال کي په نوموړي ولایت کي د هندواڼو د حاصلاتو کچه ۷۰۰ زره ټنه وړاندوینه سوې چي ډېری حاصلات به د فراه له مرکز، پشت رود، خاک سفید او بکواه ولسوالیو څخه وي.

تېرکال په دغه ولایت کې په ۱۶ هکتاره ځکمه کي هندواڼې کرل سوي وې چي له هر هکتاره ۳۴ تڼه حاصلات تر لاسه سول.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...