د کندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چي د کندهار له یوې ولسوالۍ پرته نورو ټولو ته د نوم لیکني مواد رسیدلي دي

راپور: سید حمید هاشمي

د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، په دې وروستیو کي د نوم لیکني په پروسه کي د خلکو ګډون کم سوی او که همداسي دوام وکړي نو ممکن دوی خپل ټاکلي هدف ته ونه رسیږي.

په کندهار کي تر دې مهاله د ټاکنو لپاره درې لکه پنځه اویا زره کسانو نوم لیکنه کړي ده.

د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نوم لیکني پروسه په دې وروستیو وروستیو کي کرار سوي او د تیر په پرتله پکښي د خلکو ګډون خورا کم سوی دی.

د کندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریٔس هاشم درانۍ وايي، چي تر دي مهاله په کندهار کي ۳۷۵ زره کسانو نوم لیکنه کړي ده.

د نوموړي په خبره د نوم لیکني په پروسه کي د خلکو ګډون د تیر په پرتله کم سوی او که همداسي دوام وکړي نو ممکن دوی خپل ټاکلي هدف چي یو میلیون کسان وو ونه رسیږي.

دغه راز هاشم دراني وايي، چي د کندهار د نیش ولسوالۍ پرته يې نورو ټولو ولسوالیو ته د نوم لیکني مواد رسولي ځکه نو خلک باید د خپل مسٔولیت له مخي د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي او دغه پروسه پر مخ بوزي.

د یادولو وړ ده چي په دې وروستیو کي یو شمیر نوماندانو د ټاکنو د قانون خلاق له خپل رسمي وخت مخکي د ټاکنو لپاره کمپاینونه پیل کړي.

د ټاکنو کمیسیون مسٔولین وایي، چي هغه کسان چي له وخت مخکي د ځانو لپاره کمپاین کوي نومونه يې د نوماندانو له لیست څخه لیري کیږي او بیا په ټاکنو کي برخه نسي اخیستلای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...