په کندهار کي د صنعتي پارک مسؤلین وايي، لا هم په زیات اندازه دوهم لاس توکي له کندهار څخه پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کیږي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار کي د صنعتکارانو اتحادیه وايي، چي یو شیمر فابریکې د موادو د کمبود له امله تړل سوي دي.

دوی وايي، حکومت دي د افغانستان له قاچاقي لارو څخه پاکستان ته د دوهم لاس توکو مخه ونیسي.

د کندهار د صنعتکارانو د اتحاديې مرستیال فضل الحق مشکاڼی وايي، شاوخوا شپيته سلنه هغه توکي چي یو ځل استعمال سوي وي، پاکستان ته قاچاقي کیږي، چي په خبره يې که يې مخه ونیول سي په زیات شمیر فابریکې به یو ځل بیا په فعالیت پيل وکړي.

دی وايي، زیات شمیر فابریکې په مارکیټ کي د پاکستاني توکو د سالم رقابت له امله تړل سوی دي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو ریاست  مسٔوولین وايي، چي په صنعتي برخه کي پرمختګ رامنځ ته سوي او د کندهار صنعتي پارک فابریکې کولای سي هره ورځ شاوخوا لس زره ټنه مواد پروسس کړي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مرسیتال فرید الله حبیب وايي، د المونیم او پلاستیکي توکو لپاره ښه بازار رامنځ ته سوی او تر ډیره د یو ځل استعمال سوي توکي بیا پروسس کیږي خو په خبره يې تر اوسه نه دي توانیدلي چي د زړې اوسپني دانتقال مخه ونیسي.

دده په خبره په دې برخه کي د امنیتي ځواکونو همکاري اړینه ده.

باید وویل سي چي د کندهار د صنعتي پارک له ۲۵۰ فابریکو څخه شاوخوا ‍۱۳۰ صنعتي فابریکې د منظم برق، د موادو د نشتون  او په مارکیټ کي د پاکستاني توکو د سالم رقابت له امله تړل سوی دي.

خلګ د دوهم لاس زاړه توکو د صادراتو بندول چې په کمه بيه پاکستان ته صادریږي او له پروسيس وروسته په څو برابره لوړي بيې بيرته هيواد ته راوړل کیږي،د افغانستان د صنعت د پرمختګ لپاره ګټور بولي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...