تخار: په دې ولایت کي طالبانو ۲۳ ښوونځۍ تړلي دي

د تخار د پوهنې رياست وايي، چي له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو ددغه ولايت ٢٣ ښوونځي تړلي دي.

د پوهنې رييس عبدالسميع ابديار وويل، چي وسله والو طالبانو ۱۵ ښوونځۍ په درقد، ۴ په خواجه بهاوالدين او درې په ينګي کلا ولسوالۍ کې تړلي او يو بل ښوونځی د جګړې له امله په خواجه غار ولسوالۍ کې تړل سوی دی.

د درقد ولسوال سيف الدين مشتاق بيا وايي، طالبانو ګواښ کړى چي که د دوى د پوهنې ريئس خوشې نه سي؛ نور ښوونځي به هم وتړي او د ټاکنو بهير به هم له خنډ سره مخ کړي.

خو د والي وياند سنت الله تېمور وايي، دوی نه سي کولای چي د طالبانو د پوهنې رئس له بنده خلاص کړي.

تېمور وايي، له طالبانو سره معامله ناشونې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي..

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...