راپور: اجمل وصال
د روزګان امنیتې چارواکي وایي، داځل د ولایت د مرکز او ولسوالیو د سقوط لپاره د جګړې مشري د طالبانو مشر ملاهیبت الله او ددې ډلي د پخواني مشر ملاعمر زوی ملایعقوب په غاړه درلوده.
ددغه ولایت خاص روزګان او چوره ولسوالۍ چي تازه د سقوط له ګواښه وتلي ، چارواکي وایې، طالبانو ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولي ده.
د روزګان امنیتي چارواکي داځل په دغه ولایت کي د طالبانو د جګړه ایز تکتک او د هغوی په مشري کي د بدلون خبر ورکوي.
په دغه ولایت کي د ملي اردو د څلورمي لوا قومندان ډګروال رحمت شاه قیمتي وایي، بریدګر وسله وال طالبان داځل نه یوازي په مجهزو وسلو، لېذر، زرې لباسونو او شپني دربینونه سمبال وه بلکي په وینا یې هغوی به پر دولتي ودانیو د برید پرمهال موټر بمونه او ځان مرګي کسان هم کاروله.
قیمتي وایي، داځل په روزګان کي د طالبانو د جګړې مشري د هغوی مشر ملاهیبت الله او ددې ډلي د پخواني مشر ملاعمر زوی ملایعقوب په غاړه درلوده.
قیمتي وایي، امنیتي ځواکونو نه یوازي خاص روزګان او چورې ولسوالۍ د سقوط له ګواښه ایستلي بلکي په وینا تر ۱۵۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته یې هم مرګ ژوبله واړوله.
چي په وژل سوو او ټپیانو کي د طالبانو د مرستیال والي ترڅنګ ګڼ نور قومندانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو د الخندق په نوم د پیل سوو عملیاتو سره سم د هیواد په یوشمیر ولایتونو کي خپل بریدونه پراخ کړي او ګڼي سیمې یې په لاس راوړي.