سمونوال جانان افغان د پولیسو د چټک غبرګون د کنډک مشري کول چي عمده دنده يې پر ډيورنډ کرښه د بریدونو مخ نیوی دی.
هغه تیره ورځ سهار په کندهار ښار کي په یوه چاودنه کي ووژل سو.
د کندهار د پوليسو چټک غبرګون د کنډک قومندان د سپرلۍ پر موټر مقناطسي ماین تیره ورځ سهار نهه نیمي بجې د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې چاودنه وکړل.
په چاودنه کي سمونوال جانان افغان له خپل یوه ساتونکي سره ووژل سو او ۴ تنه نور ساتونکي يې ټپیان سوي دي.
سمونوال جانان افغان د کندهار د امنیه قوماندان عبدالرازق له نږدې او باوري کسانو څخه وو، چي د کندهار د ګنو ولسوالیو د سقوط د مخ نیوي په عملیاتو کي يې مهم رول درلود.
دغه راز نوموړي يو کال وړاندي په سپین بولدک ولسوالۍ کي پر ډیورنډ کرښه د جهانګیر او لقمان کلیو پر سر له پاکستاني نظاميانو سره د افغان قواوو د جګړې مشري هم په غاړه لرله.
د نوموړي ورور عصمت افغان وايي، چي ورور يې د پاکستان د استخباراتي شبکې له له لوري وژل سوی خو د هیواد د امنیت په لار کي دوی نورو قربانیو ته هم چمتو دي .
سمونوال جانان له تیرو پنځو کالو راهیسې د سپین بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون د کنډک مشر و چي اساسي دنده يې پر ډیورنډ کرښه د بریدونو مخه نیوی و.
د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي اعلامیه کي ادعا کړې، چي په دې برید کي د قوماندان جانان سربیره د هغه شپږ ساتوونکي هم وژل سوي دي.