د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسٔولین وايي، پاکستان ته د پنبې د صادرولو ستونزه حل سوې

د دې خوني مرستیال فضل ‎الحق مشکاني وویل، پاکستان ویلي وه، چي د افغانستان پنبه دې له لابراتور وروسته، دغه هېواد ته راوړل سي.

د ده په خبره په ‎دې اړه د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت ډاډ ورکړی چي د هېواد په شمال او جنوب لوېدیځو ولایتونو کي یې د پنبې د محصولاتو د ارزوني لپاره مجهز لابراتوارونه نصب کړي دي.

د ښاغلي مشکاني په خبره پاکستان شااوخوا درې میاشتي د افغانستان د پنبې اخیستل ځنډولي وه چي له امله ‌یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې شااوخوا ۴۰ زره ټنه پنبه ذخیره سوې وه چي دغه ځنډ د پنبې بیه په ۱۰۰ کې پنځوس راټیټې کړې دي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...