د هندوستان هیواد کورنیو شل اوریزيو (IPL) سیالیو په لړ کي تیره شپه د کلکتي او ډهلي ترمنځ د یاد ټورنمنټ ۱۳مه لوبه ترسره سوه، چي کلکتي په ۷۱ منډو توپیر ډهلي ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو د جدول دوهم ځای یې ونیو.
په پرونۍ لوبه کي لومړی توپ وهنه کلکتي وکړه، په ټاکلو شل اورونو کي یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ډهلي ته د ۲۰۱ منډو هدف وټاکی.
د کلکتي لپاره نیتیش رانا ۵۹، آنډري رسل ۴۱، روبین اوتاپه ۳۵ او کریس لاین ۳۱ منډي وکړې.
د ډهلي لوبغاړي توپ وهني ته راغلل یاد هدف يې پوره نه کړ او ټول لوبغاړي يې د لوبي په ۲.۱۴ اورونو کي د ۱۲۹ منډو په کول سره وسوځیدل.
د ډهلي ۳ لوبغاړي سونیل ناراین، ۳ لوبغاړي کولدیف یاداو، چاوله، آڼدري رسل او ټام کوران یو یو لوبغاړي وسوځوی.