د پاکستان ایکسپرس ټریبیون یو راپور وایي، چي دغه څرگندوني د پاکستان د لادرکه سوو کسانو د کمیسیون مشر جاوید اقبال د پارلمان د بشري حقونو کمیټې ته کړې دي.
اقبال پارلماني کمیټې ته ویلي، چي له مشرف سره په دغه پټه معامله کي د خیبر پښتونخوا سیاستمدار افتاب شیرپاو چي هغه وخت د کورنیو چارو وزیر و، هم شامل دی.
اقبال زیاته کړې، چي مشرف دغه کسان چي تر ډېره امریکا ته سپارلي دي او په بدل کي یې ډالر ترې اخیستي دي.
د پښتون ژغورني تحریک یوه غړي محسن داړو هم ویلي، چي شاوخوا اته زره کسان له پښتونخوا او قبایلي سیمو لادرکه دي.
دوی وايي، دا شمېر هغه کسان دي چي په اړه یې هېڅ راز معلومات نسته.