د نوموړي په خبره دوی د افغان سولي په خاص ډول په جنوبي حوزه کي د طالبانو سره د سولي د خبرو ملاتړ کوي او هر ډول همکاری ته ژمن دي.
هغه دغه راز وویل، پر پاکستان به خپل فشارونه زیات کړي تر څو وسله وال سولي ته چمتو کړي.
بلخوا د کندهار والي وايي، دوی د راتلونکو ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري او خلکو ته به د تذکرو اخستلو اسانتیاوي زیاتي کړي.
په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان، د افغانستان د ملي امنیت ریٔس، د کورنیو چارو او قبایلو د وزیرانو په ګډون د امریکا، کاناډا، اسټرالیا،سویډن او ناروې سفیرانو کندهار ته د سفر پر مهال د سولي او امنیت او د را روانو ټولټاکنو په اړه په کندهار کې له ځايي چارواکو او ولسي مشرانو لیدنه وکړه.
کندهار والي وايي، دوی د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالي لری او خلکو ته به د نوم لیکني په پروسه کي د تذکرو د ترلاسه کولو اسانتیاوي زیاتي کړي.
خو د کندهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق وویل، چي له ګاونډي ولایتونو څخه د جګړو له امله زیات شمیر ګډوال راغلي او اوسني ټاکنیز مرکزونه د نفوسو په پرتله کم دي چي باید زیات سي.
وروسته په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جان نیکلسن وویل، چي دوی د راتلونکو ټاکنو د پروخت ترسره کیدو غوښتونکي دي.
بلخوا نیکلسن وايي، چي یو شمیر وسلوالو طالبانو د سولي خبرو ته چمتوالۍ ښودلی چي دوی يې ددې ګام هرکلی کوي.
هغه وویل، دوی په افغانستان په خاص ډول بیا جنوبي حوزه کي د سولي د پروسې ملاتړ کوي او هر ډول همکاریو ته ژمن دي او دغه راز پر پاکستان به هم فشارونه زیات کړي.
دغه راز په افغانستان کي د کاناډا سفیر هم د افغان سولي ، امنیت، او راتلونکو ټاکنو په ترسره کولو کي د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادو ولو وړ ده چي په دغه غونده کي د ملي امنیت عمومي ریس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم د راتلونکو ټاکنو پر ترسره کیدو ټینګار وکړ او پدي برخه کي يي د چمتوالي خبر ورکړ.