زابل: د عملیاتو په پایله کي د دولت ۳۶ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

راپور: نثار احمد څپاند

د زابل ولایت چارواکي وايي، چي د افغان ځواکونو له لوري په ترسره سویو عملیاتو کي ۱۳ تنه وسله وال مخالفین وژل سوي ۲۳ نور ټپیان دي او یو شمیر موټرسایکلونه او درنې وسلې يې پولیسو تر لاسه کړي دي.

د زابل ولایت امنیتی مسٔوولین وايي، دغه عملیات د مرکز کلات ښار په مربوطاتو کي ترسره سوي او په ترڅ کي يې د مخالفینو د یو لوي برید مخه نیول سوې ده.

د دې ولایت دامنیت امر سمنوال غلام جیلاني فراهي وویل، چي تیره شپه یوې ډلي وسله والو غوښتل د کلات ښارد امنیتي کمربند پر پوستو د ځوزګرې، حاجي اصغر کلی او رمضان خان کلا په سیمو کي بریدونه وکړي خو امنیتي سرتیرو یې په اړه له وړاندي معلومات تر لاسه کړي وه.

د ده په خبره په سیمه کي امنیتي سرتیري ځای پر ځای سوی و چي پر وسله والو یې ناڅاپي برید وکړ او جګړې تر څو ساعتونو پوري دوام درلود.

فراهي وویل، په دغه جګړه کي د افغان ځواکونو له لوري دیارلس وسله وال وژل سوي  او ۲۳ تنه نور ټپیان دي او د پلان سوی برید مخه یې نیول سوې ده خو امنیتي سرتیرو او عامو خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د امنیت امر زیاته کړه، چي د دغو عملیاتو پر مهال امنیتي سرتیرو یوولس عرادې موټرسیکلونه، یو فیلډر موټر، یو میل دهشکه او ګڼ مهمات هم تر لاسه کړي دي.

د زابل ولایت په مرکز کلات او ولسوالیو کي په داسي حال کي افغان ځواکونه د خپلو لاسته راوړنو او بریاوو خبره ورکوي چي تیره اونۍ هم د شهرصفا ولسوالۍ په مربوطاتو کي دعملیاتو پر مهال تر دیرشو زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...