کیم جونګ اون ویلي، له دي وروسته د جنوبي کوریا ولسمشر اړتیا نه لري، چي سهار له خوبه پاڅي او د ملي امنیت شورا په غونډه کي ګډون وکړي، بیا د شمالي کوریا د توغندیو په اړه بحث وکړي.
د رسنیو د راپور له مخي د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي، دی جدي دی او له دي وروسته به توغندي نه ازمويي.
هغه همدا راز ویلي، که د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ په اړیکو کي ستونزه پیدا کیږي نو د جنوبي کوریا له ولسمشر سره به یې د تلیفون په کرښه حل کوي.
د شمالي کوریا او جنوبي کوریا په اړیکو کې دا لومړني نرمښتونه دي.