د چورې ولسوال امین الله خالقي رسنیو ته وویل: چي تیره ورځ وسله الو طالبانو د دغه ولسوالۍ په قلیع راغ سیمه کي د ملي اردو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چي پرمهال یې یوه پوسته هم سقوط سوې.
نوموړی وايي، چي په یاده ولسوالۍ کي وسله الو طالبانو په دي وروستویو کې یوځل بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، د دغه نښتي پرمهال دوه د ملي اردو سرتیري او ۳طالبان هم ټپیان سوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کي ده چي تیره ورځ په دي ولسوالۍ کي د پولیسو په خپلمنځي نښته کي یوه میرمن ووژل سول او درې پولیس ټپيان سول.