راپور: نقیب صدیقي
اوسمهال په کندهار کي د اي، بي او نولس کلنو منتخب ټیمونه جوړ سوي چي لومړی به په کندهار او وروسته به په کابل او اسیايي لوبو کي لوبیږي.
د کندهار د فوټبال فدراسیون مسٔولین وايي، چي دغه نوي ټیمونه د نویو ځوانانو څخه تشکیل سوي چي د کندهار لپاره به ښه لاسته راوړني ولري.
د کندهار د فوټبال فدراسیون مشر نصیر احمد رحماني وايي، چي د افغانستان د فوټبال فدارسیون د فیفا لخوا د ،۱۲ ،۱۴ ،۱۶ ۱۸ او نولس کلنو نویو ځونانو د فوټبال ټيمونو پر جوړولو کي کار روان دی، چي تر اوسه په دغه ولایت کي د اې، بي او نولس کلنو منتخب ټیمونه جوړ سوي دي.
د هغه په خبره، دغه ټیمونو به لومړی په خپلو کي لویي کوي چي وروسته به لومړی مقام ګټونکی ټیم په مرکز کابل او وروسته په اسیايي لوبو کي ولوبیږي.
رحماني وايي، دغه ټیمونه به د کندهار لپاره ښه لاسته وړني ولري.
پر همدي مهال په کندهار کي ځوان فوټبالران ددغه ټيمونو جوړیدل د فوټبال د ودي لپاره مهم ګام بولي او وايي، چي نوي ځوانان باید په ښه ډول وروزل سي.
خو دوی اندیښنه لري چي د کندهار فوټبال په تیر یوه کال کي د ځینو کړیو او کسانو لخوا په قصدي ډول له پښو وغورځول سو او د ځوان فوټبالرانو حقونه يې تر پښو لاندي کړه.
دوی غوښتنه کوي چي فوټبال باید د شخصي ګټو ښکار نه سي او خاصه پاملرنه ورته وسي.
د یادولو وړ ده چي په کندهار کی اوسمهال د جوړو سویو نویو ټیمونو تر منځ د فوټبال خپل منځي لوبي هم رواني دي چي وروسته به دغه لوبي د زون په سطحه ترسره سي.