دوي وایې د دي ولایت حوزوي روغتون چي ۶۵۰ بستره لري د دوي اړتیاوي نه سي پوره کولای او د پراخوالي غوښتونکي یې دي.
د بلی خوا د دي ولایت ځايې چارواکي هم د روغتیا په برخه کي ګڼي ستونزي مني خو وایې په دي هڅه کي دي چی لمنځه یې یوسي.
د هرات ولایت حوزوی روغتون چی په لویدیځه حوزه کی د څلورو ولایتونو د ناروغانو لپاره خدمات وړاندي کوي د ګڼو ستونزه سره لاس او ګریوان دی او چارواکی یې تل د ځای او امکانانو د کموالي څخه خبري کوي.
دا روغتون د دی ترڅنګ چی د ناروغانو لپاره کافي ځای نه لري پایوازان هم په دی ورغتون کی د ځای د نه شتوالی څخه کړیږی.
خو وس د دی ولایت د عامي روغتیا چارواکی وایی د یو موسیسي په مرسته غواړي دا ستونزی تر یو حده لمنځه یوسی.
د هرات ولایت حوزوی روغتون وس یواځی ۶۵۰ بستره لري چی د لودیدیځی حوزي د ولایتونو د نفوسو په انډول ډیر کم دی او د دی ولایت ځایې خلک د دي روغتون د دوه زره بستریزه کیدو غوښتونکي دي.