د کندهار هوايې ډګر

د کندهار نړيوال هوايې ډګر څخه څلوېښت ميټريک ټنه وچه مېوه هندوستان هيواد ته ولېږدول سول

په ليږدول سوې ميوه کي ۳۰ ټنه کشمش او ۱۰ ټنه توري وڅکي وې چي  د کارګو پرواز په وسيله د کندهار نړيوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته ولېږل سول.
د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز تر پرانيستلو وروسته دا د کارګو پنځم پرواز دی چي د کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته تر سره کېږي.
د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايې دهليز پرانستنې د هيواد پر اقتصاد مثبت اغيز کړی او د افغانستان وچه او لنده مېوه په ډېري اسانۍ سره تر نړيوال بازار پوري رسېږي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...