فخرالدین فایز- د کندهار د بشر حقونو خپلواک کمیسمون سرپرست

د کندهار د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي ثبت سوې کچه د تیر کال په پرتله پورته سوې ده

د کندهار د بشر حقونو خپلواک کمیسون سیمه ییز دفتر: په تیر ۲۰۱۷ کال کي د کندهار او زابل  ولایتونو کي شاوخوا ۶۰۰ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مسوولین د ملکي مرګ ژوبلي لاملونه د سړک غاړي ماینونه، د دولت اووسلوالو تر منځ جګړې او د هوايي ځواکونو بې هدفه بریدونه یادوي.

تیر ۲۰۱۷ کال په افغانستان کي تر ټولو خونړۍ کال بلل سوی، مسوولین په کندهار او زابل کي هم د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي د ډیریدو خبر ورکوي.

د کندهار د بشر حقونو خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر مسوولین د کندهار ولایت شاولیکوټ، معروف او د زابل ولایت شاجوی او ارغنداب ولسوالۍ هغه سیمي یادوي چي په تیر کال کي په زیاته اندازه پکښي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د کندهار د بشر حقونو خپلواک کمیسمون سرپرست فخرالدین فایز: تیر کال په کندهار او زابل کي شاوخوا ۶۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايې زیاته مرګ ژوبله د سړک غاړي ماینونو، د دولت اووسلوالو تر منځ جکړو، ترورونو او ناچاودلو سرګولولو اړولې ده.

هغه وايي: د مرګ ژوبلي اصلي لاملونه د دولت وسلوال مخالفین دی او ډیری وخت دافغان او بهرنیو هوايي ځواکونو په بې هدفه بمباریو کي هم عامو کسانو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

د کندهار همسایه هلمند ولایت چي ډیری وخت ورڅخه د جګړو راپورونه اوریدل کیږي تیر کال پکښي ۱۹۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چي مسوولین دا شمیره د نورو کلونو په نسبت لوړه بولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...