د کابل ښار په زړه وزير اکبر خان سيمه کي چاودنه وسوه. امنيتي چارواکو تراوسه ددغي چاودني د نوعيت او هدف په اړه څه نه دي ويلي.
تېر ماښام هم د کابل په دشت ارچي سيمه کي د شيعه ګانو په يو جومات کي چاودني ۴۰ کسان ووژل، همدارنګه د غور ولايت په يوه جومات کي هم چاودني ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړول.
په دې وروستيو کي د پلازمېني کابل په ګډون په ټول هيواد کي ناامنۍ او بريدونه زيات سوي دي.