رپوټ: غلام فاروق رسولي
انځر هغه مېوه ده، چي په قرآن کریم کي یې یادونه سوې ده او سږکال یې حاصلات په هرات کي ډېر سوي دي.
د هرات د کرهڼي ریاست چارواکي وایي: سږکال په دې ولایت کي ۶۲۰۰ متریک ټنه د انځرو حاصلات د باغوانانو لاسته ورغلي، چي د پروسږکال په پرتله ۲۵ فیصده ډېروالی پکښي راغلی دئ.
د کرهڼي ریاست د دودولو عمومي مدیر حمیدالله ناصري د انځرو حاصلاتو ډېروالي لامل د دې ریاست له خوا د یادي مېوې د ښه روزلو له پاره د معلوماتو شریکول او د دې ریاست له خوا په غوریان او زندجان ولسوالیو کي د انځرو څو باغونه جوړول بولي او وایي: دوی د دې له پاره د انځرو تولیدوونکو په نامه ټولنه جوړه کړی ده.
د هرات د انځرو کروندګر او باغوانان بیا که څه هم سږکال خپل د باغونو د
حاصلاتو څخه خوشحاله دي، خو وایي: د سړو خونو او
مناسب بازار نه درلودلو له کبله مجبوره دي، چي خپل حاصلات ډېر ارزانه خرڅ کړي.
د بلي خوا یو شمېر هرات مېشته اوسیدونکي هم وایي د انځرو بیه د پروسږکال په
پرتله سږکال ډېره کښته سوې ده او په خبره یې باید دولت د دې محصولاتو ساتلو او خرڅولو له پاره د سړوخونو ترڅنګ
و نورو ولایتونو او هیوادونو ته د لېږد زمینه برابره کړي.
د انځرو باغوانان او خرڅوونکي په هرات
کي د خپلو توکو د ساتلو له پاره د سړو خونو د نه درلودلو څخه په داسي حال کي شکایت کوي، چي دوې اوونۍ دمخه د کرهڼي او اوبو لګوني او
مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني او د هرات د والي له خوا د یوې مجهزي سړې خوني د جوړېدو ډبره د هرات په نړیوال هوایي ډګر کي
کښېښول سوه.