په کندهار کي د دهلې په شمول یو شمېر بندونه او چیک ډېمونه جوړیږي

چارواکي وايي، په کندهار کي د اوبو مهارولو او کرهڼي د ودي په موخه د دهلې په ګډون یو شمېر بندونه او چیک ډېمونه جوړېږي.

دغه څرګندوني د ارغنداب سیندیزي حوزې رئیس انجينر توریالي محبوبي کړي دي.

هغه زیاته کړه، مرکزي اداره پلان لري چي په کندهار کي د اوبو مهارولو، تر مځکي لاندي د اوبو د زېرمو د غني کولو او کرهڼي د ودي په موخه یو شمېر لویي پروژې پلي کړي.

نوموړي په دې لړ کي لومړی د دهلې بند یادونه وکړه، چي دېوالونه به یې د ۱۲ مترو په اندازه لوړ سي.

دی وايي، د دهلې بند د دېوالونو لوړولو تخنیکي سروې، د بند په خوا کي د ۶۴ کلیو د استملاک د سروې او ډیزاین چارې بشپړي سوي دي او په نږدې راتلونکي کي به یې د جوړولو چاري یوه شرکت ته وسپارل سي.

دغه بند د کندهار د اوو ولسوالیو کرهڼيزي مځکي او باغونه خړوبوي چي خلګ یې په عملي بڼه د کارونو پیل ته انتظار باسي.

هغه وویل، د دهلې بند پروژه څلور برخي لري، چي د بند د دېوالونو لوړول، د کرهڼي د کالونو عصري کول، د کندهار ښار له پاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید پکښي شامل دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...