رپوټ: محمد یار مجروح
د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د ټاکنیزو مبارزو د پيل څخه پنځه ورځي تېریږي، خو د کندهار په ګډون په زیات شمېر ولایتونو کي د نوماندانو ټاکنیزي مبارزې پيکه دي.
کندهار چي د ټاکنو له پاره تر مرکز راوروسته دوهم ولایت دئ، چي ډېر سټیکران پکښي وهل سوي، خو تر دا مهاله کوم نوماند ټاکنیزه مبارزه نه ده پکښي پيل کړې.
د کندهار د ټاکنو کمېسیون وايي، د ټاکنیزي مبارزې له پاره لومړی باید نوماندان د مرکزي ادارې څخه اعتبار لیکونه تر لاسه کړي او وروسته یې په ولایتونو کي د ټاکنو کمېسیونونو ته وسپاري.
دوی وايي، تر اوسه په دغه ولایت کي کوم نوماند خپل ولایتي مسئول نه دئ ور معرفي کړی او نه هم کوم نوماند په رسمي ډول مبارزه پيل کړې ده.
د ولسمشرۍ دا ځل ټاکنو ته ۱۸ نوماندانو ځانونه کاندید کړي، چي دوې میاشتي به ټاکنیزه مبارزه کوي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، ټاکنیز کمپاین ځکه پيکه دي چي ملت مخکي له مخکي دا پریکړه کړې، چي چاته به رایه ورکوي نو ځکه دا ځل کمپایني غونډو ته زیات ارزښت نه ورکول کیږي.
دوی وايي، د ټاکنو تر څنګ د سولي روانو خبرو دا هیله ورکړې، چي دغه پروسه به بریالۍ کیږي، نو ځکه ټاکنیزي مبارزې پيکه دي. سوله کیږي که ټاکني؟ د افغانستان خلګو ته دوې بې جوابه پوښتني دي، چي له امله یې دا ځل د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره ټاکنیزي مبارزې د تېر په نسبت پيکه کړي دي