کوچیان

یو شمېر قومونو په خوست ولایت کي د مېشتو کوچیانو پر وړاندي عامه لاري تړلي دي

کوچیان وایي د لارو د تړلو له امله یې له ښار سره اړیکې پرې سوي دي او ناروغان یې په کلیو او بانډو کې بند پاته دي، خو مقابل قومونو بیا کوچیان پدې تورنوي چې ګني ځای یې معلوم ندی او په هر ځای کې یې ځمکې غصب کړیدي .

د خوست ولایت په بېلا بېلو سیمو کې پر مېشتو کوچیانو د خوست ولایت یو شمېر قومونو عامه لارې تړلي دي چې خلک او  کوچیان  یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړیدي.

کوچیان زیاتوي قومونه ورسره زیاتی کوي او د لارو د تړلو له امله له ګڼو ستونزو سر مخ دي، خو مقابل قومونه بیا وایي چې کوچیان معلوم ځای نلري او له همدغه ټکي څخه په استفادې په هر ولایت کې ګټې کوي او د ځمکو په غصب لاس پورې کوي.

د خوست  د ولایتي شور غړي وایي: )) چې د دغې موضوع حل د ولایتي ادارې کار ندی او باید مرکزي حکومت کوچی تعریف کړي، د دوی په وینا کوچیان په هر ولایت کې د ټا کلي ځای د نه درلودلو له امله بېلابېلې ګټې کوي)).

په خوست ولایت کي د کوچیانو او نورو بېلا بېلو قومونو تر منځ پخوا هم د غرونو او ځمکو پرسر لویي شخړې رامنځ ته سوي وي، چې دواړو غاړو ته پکښې دسر او مال زیانونه اوښتي دي .

څه موده وړاندې  له کابل څخه د قومي ستونزو د حل په موخه یو لوی پلاوی راغلی، خو د خلکو په باور نه یوازې دغه پلاوي ستونزې حل کړې بلکي لا قومي جنجالونو زور وموند.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...