کندوزیان: دکاسا زر پروژه مو سره کرښه ده

رپوټ: نورګل اندړوال
کاسا زر پروژه چي تړون یي وړاندي د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ لاس لیک سوی وو، اوس یي دپلان جوړوني چاري په شمال ختیځ زون کي بشپړي سوي.
دکندوز برېښنا شرکت رئیس حاجی محمد مهمند وایي، چي دکاسا زر پروژې پلان ګذاري چاري یې بشپړي او په نږدې راتلونکي کي به د افغانستان  په اتو ولایتونو کی عمل کار پيل کړی .
مهمند وايي یو خوا دا پروژه  ملي خزانې ته په کال کی ۳۰۰۰ میلیونه ډالر عواید ورکوي او د بلي خوا به ډيری لیري سیموکي دبرېښنا او سړکونو ستونزي د دې پروژې په پلي کيدو سره حل سي.
دکندوز اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، داپروژه ګټي ډیري لري او  په هرډول شرایطو کي ملاتړ ځیني کوي.
د کندوز دبرېښنا رئیس وایي دغه پروژه درې کاله وخت نیسي او د اتو ولایتونو له لاري به ګاونډیو هیوادونو ته تېره سي.
دکندوز والي او امنیه قومندان بیا د دې پروژي د تطبیق په برخه کي د هرډول امنیتي تدابیرو د نیولو ژمنه کوي.
کاسا زر پروژه چی دافغانستان له پاره خورا مهم ارزښت لري، وار د مخه ورته د دغه اتو ولایتونو اوسېدونکي نا کراره دي او د دغي پروژې د تطبیق په برخه کی د ښکیلو جنګي  ډلو څخه دمرستي غوښتنه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...