کندهار کي د کوچني اختر په پنځمه ورځ لا هم یوشمیر ریاستونه د خلګو پر مخ بند پاته وه

راپور: محمد یار مجروح

کندهار ښاریان وايي، چي د دولتي ادارو کارکونکي  دي پر وخت اړوند ادارو ته حاضر سي.

بلخوا د کندهار ولایتي اداره وايي، هغه کسان به مجازات کړي چي له ټاکلي وخت څخه يې زیاته رخصتي کړې ده.

د کوچني اختر څخه پنځه  ورځي تیریږي، خو لا هم په کندهار کي د یو شمیر ریاستونو کارکوونکي په رخصتیو دي او خپل کار ته نه دي حاضر سوي.

د کندهار ښاریان وايي، چي ولایتي اداره دي هغه مامورین مجازات کړي چي له ټاکلي وخت څخه زیاته رخصتي کوي.

د خلګو په خبره د مامورینو د نه مجودیت له امله يې ډیری وخت د دوی کارونه په ورځو ورځو ځنډیږي.

په کندهار کي د نشي توکو پر ضد د مبارزې او ټرانسپورټ هغه ریاستونه دي چي د اختر په پنځمه لا هم د خلکو پر مخ بند پاته وه.

په ځینو نورو دولتي ادارو کي حاضر مامورین هم وايي، چي کارکونکي باید د مسٔوولیت له مخي پر خپل وخت کار ته حاضر سي او خلګو ته خدمات وړاندي کړي.

د دوی په خبره په ډیری ادارو کي مجازات او مکافات نه مراعتیږي.

ډیری وخت په کندهار کي یو شمیر ریاستونه تر ټاکلې رخصتۍ وروسته بیاه هم د خلګو پر مخ بند پاته وي، خو ولایتي اداره نده توانېدلي چي دا حالت کنټرول کړي.

بلخوا د کندهار د والي ویاند داود احمدي هیواد راډیو تلویزون ته وویل، چي د اختر رسمي رخصتي درې ورځي وه او د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.

دده خبره ولایتي ادره به هغه مامورین مجازات کړي چي تر ټاکلې وخت يې زیاته رخصتي کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...