د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د جنوبي حوزې په کچه په عملياتو کي د ۲۰وسله والو د وژلو خبر ورکوي.
له دغه نظامي مرکز څخه هيواد ټلويزيون ته په را استول سوي خبر پاڼه کي ويل سوي، چي دغه عمليات د کندهار د يو شمير ولسواليو تر څنګ د زابل په شاه جوۍ او د روزګان په دهراود ولسواليو کي ترسره سوي دي.
خبر پاڼه وايي، د روزګان په دهراود ولسوالۍ کي په عملياتو کي شل وسله وال وژل سوي او د هغوی وسلې او موټر سيکلونه هم نيول سوي دي.
د خبرپاني په حواله د عملياتو په جريان کي د کندهار په غورک او د زابل په شاه جوۍ ولسواليو کي ۴۷ حلقې ماينونه هم نيول سوي دي. دغه نظامي مرکز په خبرپاڼه کي د خپلو سرتيرو په اړه څه نه دي ويلي او نه ددې عملياتو په اړه وسله والو تبصره کړې.