وسله والو طالبانو په تازه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د کندهار مېوند ولسوالۍ کي يې د ملي اردو يو کنډک نيولی او د ملي اردو ۳۰ سرتېري يې پکي وژلي دي، چي وروسته پوليس د مرستي په ډول سيمي ته رسېدلي او قرارګاه يې له سقوط څخه ساتلې ده.
د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د کنډک د نيولو او د۳۰ سرتېرو د وژلو خبره رد کړه، خو د يادي ولسوالۍ په چشمو سيمه کي يې د ملي اردو پر يوه بيس د طالبانو بريد او د جګړې خبره تاييد کړه. جنرال دولت وزيري زياتوي، له مرکز کابل څخه يې کندهار ميوند ولسوالۍ ته پلاوی لېږلی، ترڅو د پېښي په اړه بشپړي څېړني وکړي. يوه بله امنيتي سرچينه چي نه غواړي نوم يې خپور سي، وويل، تېره شپه طالب وسله والو پر ياد کنډک د ټانګ په وسيله ځانمرګی بريد کړی او ۴۲ سرتېري پکي وژل سوي دي.