راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د لاسي غاړو مارکیټ چي له کلنو راهیسي پکښي د میرمنو په لاس جوړي سوي غاړي خرڅیږي.
د دغه مارکیټ سوداګر وايي، په کندهار کي په زیات شمیر میرمني د لاسي غاړو په کار بوختي دي او د خپل کاروبار له لاري د خپلو کورنیو لپاره پيسې تر لاسه کوي.
د دوی په خبره په کندهار ښار او ولسواليو کي سلګونه ميرمني په کور کي غاړي جوړوي او بيا يې د خرڅولو لپاره بازار ته وړاندي کوي چي له دي لاري ښه عاید تر لاسه کوي.
سوداګر وايي، که څه هم اوس ډیری کسان په ماشین جوړي سوي غاړي اغوندي خو لاسي صنعت لا هم ښه بازار لري.
د دوی په خبره پخوا به يوازي د کندهار خلکو غاړي اغوستې خو اوس دکندهار څخه دباندي په نورو سيمو او ولایتونو کي هم د کندهاري غاړو مينوال ډير سوي دي.
دوی همدا راز وايي، دغاړو جوړول د ميرمنو لپاره دکار کولو يو ښه موقع ده.
که څه هم د لاسي غاړو جوړول یو لوی هنر بلل کیږي خو میرمني وايي، دوی ته يې کمه ګټه رسیږي او ډیره ګټه يې سوداګر وړي.
کندهارۍ میرمني له دولت څخه غواړي چي دوی ته دي د لاسي صنایعو خاص مارکیټ جوړ کړي.