د ارغنداب ولسوالۍ ښاروال وايي، هغه ساختماني شرکت چي د باباولي زیارت د رغولو چاري يې په غاړه درلودې، کارونه يې نه دي پشپړ کړي.
د ده په خبره که د باباولي پارک نیمګړي کارونه بشپړ سي دغي سیمي ته به د میله والو پام نور هم زیات سي او ورسره به د یادي ولسوالۍ پر عوایدو مثبت تاثیر وکړي.
د کندهار ښار ته نژدې پرته د ارغنداب ولسوالي چي د میله والو لپاره په دغه ولایت کي تر بل هر ځای د میله کوولو ښکلې او تفریحي سیمه بلل کیږي.
د یادي ولسوالۍ مسٔوولین وايي، ولایتي اداره دي د ارغنداب د ښاروالۍ برخي ته پام زیات کړي.
د ارغنداب ولسوالۍ ښاروال اسدالله دوست وايي، یادي ولسوالۍ ته ورځ تر بلي د میله والو شمیر مخ پر زیاتیدو دی، خو زیاتوي چي د باباولي پارک زیاتو امکاناتو ته ضرورت لري.
ښاغلی دوست وايي، چي د هغه شرکت چي د باباولي پارک او زیات د رغیدو چاري یې په غاړه درلودې، یو شمیر کارونه يې نه دي ترسره کړي.
دده په خبره د باباولي زیات د اوبو، بريښنا ستونزي پر ځای پاته دي او د زیات شمیر نیالګیو کښينولو ته ضرورت لیدل کیږي.
پر همدې مهال ارغنداب ولسوالۍ ته راغلي میله کوونکي وايي، چي یاده سیمه د میلې اوتفریح کولو لپاره ښه ځای دی خو د دوی په خبره دولت دي یادي سمیي ته نور هم پام زیات کړي تر څو لا هم د سیلانیانو پام راجلب کړي.
کندهار دارغنداب ولسوالۍ تر څنګ ډیري نوري تفریحي اوتوریستی سیمي هم لري چي د دولت د نه پاملرني له امله ورته د سیلانیانو ورتګ کمرنګه دی، ځايي خلګ وايي، که چیري یادو سیمو ته پاملرنه زیاته سي له یوې خوا به توریستي سیمو ساتنه سوې وي او له بلي خوا به دغه ولایت ته د سیلانیانو پام زیات سي.