رپوټ: مهتمم صالح
د رواني ميلادي مشاتي پنځمه د اداري فساد نړيواله ورځ وه، نړيوال هم په افغانستان کي د فساد د مخنيوي په برخه کي جدي دي.
خو په کندهار کي ځوانان ادعا کوي، چي ډېر دولتي مامورين که کښته رتبه وي او که لوړ رتبه، فساد کوي.
دوی وايي، دولت که څه هم د فساد سره د مبارزې کمېسيون پرانيستلی، خو بیا یې هم د فساد مخه نه ده نيولې او لا هم افغانستان د اداري فساد د نړيوال جدول په سر کي دئ.
د دغه ځوانانو په وينا، دولت خپله په فساد کي غرق دئ، نو نه سي کولای چي د فساد مخه ونیسي، خو په هر ولايت کي ځوانان د دولتي مامور د کارونو څخه نظارت کوي، څو د اداري فساد تر يوې اندازې مخنیوی وسي.
د دوی په خبره نړيوالي مرستي هم تر ډېره د دغه کسانو جېبونو ته ځي.
بلخوا خبریالان بیا وایي، چي ډېر وخت فاسدين د بیان ازادي هم زیانمنوي او هغه خبریالان په نښه کېږي، چي د فاسدينو فساد افشاء کوي.
په کندهار کي د کابل نیوز خبريال صبعت الله ارغند وايي، په هيواد کي ډېر خبريالان هغه فاسدينو له خوا په نښه سوي دي، چي غوښتل يې د هغوی د فساد مخه ونيسي او دوی افشاء کړي.
هغه وایي، دولت بايد د هغه کسانو مخه ونيسي، چي په ادارو کي فساد کوي.
له دې مخکي هم په کندهار کي ځوانانو غوښتنه کړې، په ادارو کي دي د اداري فساد مخه ونیول سي، ځکه هغه مرستي چي نړيواله ټوله يې د افغانستان سره کوي، تر ډېره يې د چارواکو جېبونو ته ځي.